د هغو کورنیو غړي چې پوره دولس کاله په خپلو کې دښمني پاللې، خو اوس د سولې پر ټغر ناست دي او یو بل ته غېږې ورکوي.
دا دښمني د ارزګان چورې ولسوالۍ په یوه کلي کې تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د یوې لفظي شخړې په پایله کې دوه تنه ووژل شول او اوس حل شوې ده.
د ارزګان قومونو او قبایلو چارو امر عبدالهادي امین کلید ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دغه شخړه تر اوږدو هڅو وروسته د قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب حل او فصل شوه.
«۱۲کاله مخکې د دغو خلکو ترمنځ يوه دښمني راولاړه شوې وه. دوست محمد د شاه محمد زوی د ډاکټر شاه محمد دوه زامن شهيدان کړي وه چې د قومي مشرانو په مرسته د دوی دښمني په دوستي بدله شوه، او دوی سره اوس دوستان دي، دواړو خواوو سره ژړله.»
په یاده شخړه کې ښکېل اړخونه هم د قومي مشرانو له لوري په شوې پرېکړه خوښ دي او وايي چې د کلونو کلونو دښمني او بدي یې د همدې فیصلې پر مټ، پای موندلی دی.
په دغه شخړه کې شکيل اړخونه حاجي محيب الله او محمدسليم وويل:
د بدۍ یو لوری حاجي محبالله وايي: « د قتل موضوع وه، دغو مسلمانانو ته دې خدای خير وکړي، ا نشاءالله حل شول، کومه ستونزه نشته، ډېر راضي يمه، خدای دې ټولو ته خير ورکړي، تر نن وروسته عفوه ده، هېڅ ستونزه نشته.»
د قضیې بل اړخ محمد سلیم هم خوښ ښکارېده، هغه په دې اړه وویل:«هېڅ مشکل ان شاءالله نور نه راځي، دا ډېر ښه کار دی. دا چي هر وخت دغسې ستونزه په قوم او وطن کې پیدا کيږي دغسې حل شي ان شاءالله خلک به خپلې ټولې ستونزې د همدې لاري حل کوي.»
دا یوازې همدغه شخړه نهده چې په ارزګان کې حل شوې. شواهد ښيي چې له څه باندې یوه کال راهیسې په دغه ولایت کې ۵۸بېلابېلې لویې او وړې شخړې د محلي چارواکو، سپینږېرو او مخورو په مرسته حل شوې دي.
قومي مشر حاجي عبدالباري باور چې د ډېرو قضیو په حل او فصل کې برخه اخیستې، له خلکو غواړي چې وړې او کوچنۍ ستونزې لویې نهکړي او پر وخت دې خپلې ستونزې له مشرانو سره شریکوي.
«تاسو ته معلومه ده چې له تاريخ څخه افغانستان د جرګو او مرکو کور دی، نو دغه ډول مسايل چې دي د جرګو او مرکو له لاري حل کيږي، داسي ستونزې د افغانستان په ۴۰کلنه جګړه کې راغلي دي او له همدي لاري حل کيږي، ټول خلک مخکې له مخکې باید فکر وکړي او د ورورولۍ په فضا کې ژوند سره تېر کړي.»
د ارزګان ولايت د قومونو او قبايلو چارو امريت مسولين وايي چې په دې ولايت کې ځکه ډېرې شخړې د دوی لخوا حل کېږي چې لګښتونه کم دي او پروسیجرونه ژر عملي کېږي.