ads

د افغان ـ ترکمن نندارتون پرانیسته

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نور الدین عزیزي په مشرۍ پلاوي نن د افغان-ترکمن په نوم د نندارتون په پرانیستلو کې برخه واخیسته.

فرشته خرمي
14 کب 1402
د افغان ـ ترکمن نندارتون پرانیسته

د دغه وزارت پر ایکس‌پاڼه لیکل شوي چې سرپرست وزیر نور الدین عزیزي په همدې هدف په جوړو شویو مراسمو کې ویلي چې افغانستان په صنعتي هېواد د بدلېدو بالقوه ظرفیت لري او کولی شي چې په سیمه کې په مهم صنعتي مرکز بدل شي.
د هغه په وینا، اسلامي امارت چمتو دی چې بهرنیانو او په ځانګړي ډول ترکمنانو ته په افغانستان کې دننه د پانګوونې ځانګړې شرایط برابر کړي.
د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد هم وایي، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي چې د ۱۵افغان ښځینه سوداګرو په ګډون ۳۰۰افغان سوداګرو په کې برخه اخیستې ده.
«له ۳۰۰ څخه زیاتو افغان سوداګر د افغانستان د ننه او له نورو هېوادونو لکه دبۍ، پاکستان، ترکیه، قزاقستان، روسیه، ازبکستان او ایران څخه او ۱۵ ښځینه سوداګرو هم په کې ګډون کړی دی. په دې نندارتون کې ۷۵ غرفې له ۱۸ سکټورونو څخه افغاني توکي نندارې ته وړاندې کوي چې زیاتره د افغانستان قالینې، زعفران، وچه او تازه میوه، قیمتي او نیمه قیمتي تیږې او د ښځو له برخې لاسي صنایع او زراعتي توکي نندارې ته وړاندې کېږي.»
بلخوا په لودیځ زون کې د ښځینه سوداګرو د ټولنې مرستیاله بهناز سلجوقي د دولت د دغه قدام ستاینه کوي او له مسوولینو څخه غواړي چې په دا ډول فعالیتونو کې د ښځو ونډه ډېره شي:
«د ترکمنستان په نندارتون کې د ښځو ګډون خپله یو ډول له ښځینه سوداګرو د دولت ملاتړ څرنګدوي او په دغه نندارتون او سوداګریزو غونډو کې ۱۵ښځې له ټول افغانستان څخه ګډون کړی، چې دا د ښځو په ګټه دی.»
د اقتصادي چارو شنونکی رحیم مرجان هم وايي، دا ډول سوداګریزې اړیکې او نندارتونونه د افغان ښځينه سوداګرو په ګټه دي او د افغانستان کلتور نورې نړۍ ته وړاندې کوي:
«په دغو نندارتونونو کې چې د افغان ښځو لاسي صنایع لکه غالۍ، کالي او نور توکي نندارې ته وړاندې کېږي، د افغان ښځو په ګټه دي. ځکه دا ډول نندارتونونه د افغانستان کلتور نړۍ ته معرفي کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم دولت د سوداګرو ښځو لپاره په کور د ننه نندارتونونه جوړ کړي وو چې شاوخوا ۲۰۰۰ سوداګرو ښځو په کې ګډون درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA