ads

په غزه کې د اوربند په تړاو خبرې پیلېږي

ټاکل شوې چې نن د مصر په پایتخت قاهره کې د اسراییلو او حماس ډلې تر منځ د اوربند ټینګېدو په تړاو خبرې پیل شي.

شېرشاه عزیزي
13 کب 1402
په غزه کې د اوربند په تړاو خبرې پیلېږي

بلخوا، رویټرز خبري اژانس د اسراییلي چارواکو له قوله خبر ورکړی، تر هغه چې د اسراییلو د نیول شویو کسانو لېست دوی ته ونه سپارل شي چې څومره کسان ژوندي دي، دوی به خپل پلاوی دغو خبرو ته وانه ستوي.
د دې تر څنګ یوه امریکایي چارواکي رسنیو ته ویلي چې اسراییلو په غزې کې د اوربند وړاندیز تر یوه حده منلی دی.
دغه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د اوربند په هکله پرېکړه د حماس په لاس کې ده.
بلخوا حماس ته یوې نږدې سرچینې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې یو پلاوی یې له قطر څخه د شنبې په ورځ مصر ته روان شوی دی.
د یادونې ده چې امریکا، مصر او قطر په دې اوربند کې د منځګړو په توګه عمل کوي او تیره میاشت یې د فرانسې د پاریس په ښار کې هم د لنډمهاله اوربند په هکله پلان څرګند کړی و چې اسراییلو رد کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA