ads

د امنیت شورا راتلونکې ناستې ته غبرګون

د افغانستان اسلامي امارت د امنیت شورا راتلونکې ناستې ته په اشارې سره وایي چې دغه ناسته تکراري او اجنډا یې هم تکراري ده.

فضل هادي حمیدي
13 کب 1402
د امنیت شورا راتلونکې ناستې ته غبرګون

ټاکل شوې چې د روانې مارچ میاشتې پر شپږمه د امنیت شورا د افغانستان په تړاو ناسته وکړي.
ویل کېږي چې په دې ناسته کې به د یوناما مشره دغې شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور هم وړاندې کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد کلید ته وویل چې هغه ناستې چې افغانستان په کې ګډون ونه لري، په اجنډا کې یې د افغانستان نظر مهم ونه بلل شي او په افغانستان کې اوسنیو واقعیتونو ته په کې انعکاس ورنه کړل شي، هغه ټولې بې نتیجې دي:
«متاسفانه هغه هېوادونه چې دا ناستې سبوتاژ کول غواړي او یا یې په خپله ګټه څرخول غواړي، هغوی هم په وار وار له داسې ناستو څخه سؤاستفاده کوي او د خپلو تحمیلي سیاستونو لپاره د وسیلې په توګه ترې کار اخلي. د اسلامي امارت دریځ ډېر روښانه دی، پر ټولو هغو موضوعاتو چې دوی اندېښنه ښيي؛ موږ ځواب لرو او خپل مکلفیت مو ادا کړی دی، دا که دوی مکررې ناستې کوي او وخت ضایع کوي، داسې ناستې بیا هم نتیجه نه لري چې د افغانستان غوښتنې په کې په نظر کې نه وي نیول شوې.»
د سیاسی چارو کارپوهان هم دغو ناستو ته ډېر هیله‌مند نه دي او وایي چې له دې لارې لویدیځ هېوادونه غواړي چې خپل اهداف تعقیب کړي.
د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وایي، له افغانستان سره د تعامل په اړه د نړۍ د لویو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف د لویدیځ د اهدافو پر وړاندې خنډ دی:
«دوی غواړي چې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ وحدت نظر رامنځته کړي، په همدې موخه د دوحې ناسته هم وشوه، د امنیت شورا مخکنۍ ناسته هم وشوه، دوی غواړي له دې لارې پر افغان حکومت فشار راوړي او د سیاسي تعاملاتو په چوکاټ کې د لویدیځ غوښتنې او اجنډاوې پر افغان حکومت ومني.»
د نړیوالو چارو شنونکی شفیع الله ستومان بیا وایي چې ملګري ملتونه او د نړۍ لوی او ځواکمن هېوادونه له بشري حقونو او نورو ورته مسایلو څخه سیاسي ګته اخلي او د فشار د آلې په توګه یې کاروي: «د دوی دا ناستې ځکه بې ارزښته دي چې په تېرو نږدې درېیو کلونو کې یې هېڅ روښانه شرطونه نه دي وړاندې کړي، د نجونو د زده کړو مسئله خو له دوی وړاندې د افغانانو غوښتنه ده چې باید ښوونځي خلاص شي، په کور د ننه هر حکومت خپلواک وي، دا غونډې د دې لپاره دي چې دوی لاهم اندېښنه لري چې اوسنی افغان حکومت له مرزونو د باندې د یوه پراخ اسلامي حکومت پر جوړولو اقدام ونه کړي.»
د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۶مه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه ناسته وکړه چې پایلې یې ډېرې رسنیزې نه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA