ads

ترکمستان ته په تللي پلاوي کې د مېرمنو د ګډون هرکلی

د افغانستان د صنعت او سوداګرې وزارت وايي چې ۱۵سوداګرو مېرمنو له اقتصادي پلاوي سره د «افغان ترکمن» ترنامه لاندې په نندارتون کې د ګډون لپاره د ترکمنستان پایتخت عشق آباد ته سفر کړی.

وژمه پیام
13 کب 1402
ترکمستان ته په تللي پلاوي کې د مېرمنو د ګډون هرکلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، وايي ۱۵سوداګرې مېرمنې هم له دوی سره په دغه سفرکې ګډون لري او شتون یې ضروري و.
عزیزي زیاته کړې چې دغه مېرمنې له خپلو محرمو سره یو ځای له دغه اقتصادي پلاوي سره سفر کړی.
بلخوا یو شمېر ښځې د اسلامي امارت دا کړنه ستايي او وايي چې دا به نه یوازې سوداګرې ميزمنې وهڅېږي بلکې دوی ته به د کار زمینه هم برابرېږي.
فروزان داودزۍ او منصوره واثق په دې اړه وایي.
فروزان داودزۍ:
« هغه ۱۵ صنعت ګرې خویندې چې له خپل محرم سره سفر ته تللې، د نندارتون لپاره دا یوه ډېره ښه لاسته راوړنه ده او په همدې طريق کیدلي شي چې دا پروسه لا غښتلې شي»
منصوره واثق:
« دا چې مېرمنې له خپلو محرمو سره بل هېواد ته د اسلامی امارت له لوري تللې دا يو ډېر نیک او مثبت کار دی او موږ خوشبینه يو چې دوی په دې کړنه مېرمنې تشویق کوي»
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرې وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې افغان سوداګرې هلته خپل لاسي صنایع نندارې ته ږدي:
« په دغه نندارتون کې ۱۵ سوداګرو ميرمنو د ټول هېواد په نمایندګې ګډون کړی او دا نندارتون د دریو ورځو لپاره ده. کومې مېرمنې چې هلته تللې ډېرۍ خپل لاسي صنایع او زراعتي محصولات نندارې ته وړاندې کوي.»
دا په داسي حال کې ده چې پخوا هم د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په وار وار ټینګار کړی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ټولو ابعادو کې له سوداګرو مېرمنو څخه ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې د نندارتونونو په جوړولو سره دوی ته د لا زیات کار زمینه برابره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA