ads

د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کورنۍ غرامت غواړي

په خوست کې یو شمېر هغه کورنۍ چې غړي یې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو او بریدونو کې وژل شوي، له بهرنیانو د غرامت او له اوسني حکومت د مرستې غوښتنه کوي.

بصیر یاد
9 کب 1402
د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د وژل شویو کورنۍ غرامت غواړي

د وژل شویو کسانو کورنۍ وايي، د بهرنیو ځواکو په بمباریو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زیات ولسي وګړي وژل شوي، خو تر اوسه چا هم د قرباني کورنیو ژوند او ستونزو ته پام نه دی اړولی.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی ګلاب ګل وايي چې شاوخوا ۱۴کاله وړاندې له مور او کوچني ورور سره په غره کې د لرګیو په ټولولو بوخت وو چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې په نښه شول او په نتیجه کې یې مور او کوچنی ورور ووژل شول شول.
نوموړي زیاته کړه چې له دغې پېښې کابو ۱۴کاله تېر شوي، خو تراوسه یې چا لاسنیوی نه‌دی کړی.
«سهار غره ته پورته شوو، اته بجې به وي چې، طیارې راغلې موږ فکر وکړ چې دا خو موږ ته څه نه وايي، کله چې بېرته راګرځېدو په دې وخت کې د کلي منځ ته چې را ورسیدو جېټ بمبار وکړ، موږ بیا فکر نه‌دی کړی چې موږ یې وویشتو، موږ په یو موړ کې ترې پناه وو چې ورغلم مور، ورور او دوه څاروي یې را وویشتل او ختم یې کړل.»
صبري، د خوست هغه ولسوالي وه چې د تېرو دوو لسیزو جنګ جګړو پرمهال په کې د خوست نورو سیمو په پرتله شپني عملیات ډېر وو.
د همدې ولسوالۍ اوسیدونکی اقبال حکمت وايي، په ۲۰۲۱ کال کې امریکايي او د هغوی ځانګړو ځواکونو یې په کور عملیات وکړل چې یوه مېرمن ټپي او یو کس په کې ووژل شو.
نوموړي زیاته کړه، په کورنۍ یې تراوسه هم د پېښې تاثیرات شته او له نړیوالو د غرامت غوښتنه کوي.
«‎ د ځانګرو ځواکونو له خوا د شپې چاپه راغله د چاپې په حالت کې یې سمدستي ډزې شروع کړې، زموږ کور یې په ګرنېټي ماشین باندې وویشته، دوه نفره شدید زخمیان شول او ورسته بیا د معلم الدین په نوم کس چې زموږ د تره زوی و، هغه مړ شو.»
د صبریو ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی محمد زمان وايي، په ۲۰۱۸ کال کې امریکايي ځواکونو او د هغوی افغان همکارو یې په کور شپني عملیات ترسره کړي او د سامانونو ډک کور یې په ماینونو ورته الوځولی دی.
محمدزمان زیاتوي چې امریکايي ځواکونو، سره زر او نور قیمتي شیان هم ترې وړي او په ۱۲ساعتونو کې یې شاوخوا ۹۰ لکه روپۍ تاوان ور رسولی دی.
«دا څومره کوټې چې وې د ښځینه وو ټول صندقونه یې خلاص کړل، د ښځینه وو سره زر او سپین زر یې له ځانه سره یوړل، له کور څخه یې ماشومان، ښځینه او نارینه ټول بهر کړل، سخت ژمی و، سرپناه مو نه درلوده او ټول اتاقونه یې په ماینونو والوځول، موږ بیا د تلفاتو حساب وکړ او تقریباً تر ۹۰ لکه پورې یې تاوان راکړی و.»
د خوست یو بل اوسېدوونکی حکیم ګل هم په خپله سیمه کې د ځینو داسې پېښو شاهد دی او وايي، د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي وژل شوي او تر دا مهاله د دې مظلومو خلکو غږ نه دی اورېدل شوی.
حکیم ګل دغه کورنیو ته له بهرنیانو د غرامت او له اوسني حکومت د مرستو غوښتنه کوي.
«تراوسه یې چا غم نه دی خوړلی، کومو نورو ځایونو کې چې داسې پېښې شوي دي، موږ تراوسه نه یو خبر چې کمک ورسره شوی وي. ظلم خو ورسره شوی دا خو معلوم ظلم دی، دوی سره باید کمک وشي، دوی عاجزان دي هېڅ طریقه نه‌لري.»
که څه هم په دې اړه تر اوسه دقیقه څېړنه نه ده شوې چې په دې سیمه کې د داسې کورنیو شمېر څومره دی چې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو، بمباریو، یا چاودنو له کبله د سر او مال زیانونه وراوښتي، خو یوه خبره ښکاره ده او هغه دا چې په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د داسې پېښو بېلګې موندل کېدای شي.
بل لور ته د خوست اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني وايي چې د دغو کورنیو د غرامت لپاره باید اسلامي امارت له لوړو مقامونو سره خبرې وشي.
د عثماني په خبره، د افغانستان نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست کې هم د امریکايي ځواکونو له لوري سخت ظلمونه شوي، نو د بشر حقونو نړیوالې ادارې باید د دغو خلکو په حق کې ظلم ونه کړي او غږ یې واوري.
« د دوی حق دی چې باید دوی ته غرامت ورکړل شي. د افغانستان اسلامي امارت د لوړو مقاماتو سره خبرې وشي، هغوی ته خپل عرض وړاندې کړي ترڅو د دوی غږ واوریدل شي او هغوی یې د موجوده سیاستونو سره سم دا کار هم په مخ بوځي.»
د یادولو ده چې نه یوازې په خوست، بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم په تېرو شلو کلونو کې د هوايي بریدونو، شپنیو چاپو، مخامخ جګړو او بمي چاودنو له کبله ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبلې او اقتصادي زیانونه اوښتې او دوی په دې برخه کې د بشر حقونو له نړیوالو سازمانونو د عدالت او غرامت غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA