ads

په بلخ کې د زعفرانو ښځینه کارمندانې بېکاره شوې

يو شمېر مېرمنې چې په کروندو او د زعفرانو د توليد له شرکتونو سره يې کار کاوه، په دې وروستیو کې له بېکارۍ سره مخ دي.

شېرشاه عزیزي
7 کب 1402
په بلخ کې د زعفرانو ښځینه کارمندانې بېکاره شوې

سویتا هغه مېرمن ده چې د خپلې کورنۍ د څلورو غړو سرپرستي ور په‌غاړې ده او تېر کال یې د زعفرانو د تولید او پروسس په یوه شرکت کې کار کاوه، خو اوس د نوي کار په لټه کې ده.
«تېر کال مې د زغفرانو د پروسس شرکت کې کار کاوه، خو سږ کال هلته کار نشته او په کور کې وزګاره یم او د یوه بل کار د موندلو په تمه یم.»
د دغو مېرمنو له ډلې يوه بله فروزان که څه هم په بشپړه توګه له کاره نه ده وتلې، خو وايي چې د پخوا په څېر يې کاري ورځې ډېرې محدودې شوې دي.
نوموړې په دې اړه وایي.
«سږ کال مو ښه حاصلات نه درلودل د زعفرانو د حاصلاتو کمښت زموږ کار کم کړی دی. پخوا به موږ هره ورځ کار کاوه او اوس په اونۍ کې يوه ورځ کار ته ځو.»
له بلې خوا د يادو شرکتونو مسوولين وايي، هغه ښځې چې پخوا يې له دوى سره کار کاوه، اوس يوازې شل سلنه يې جزب کړي دي.
دوی تاییدوي چې اوسمهال په بلخ ولایت کې سلګونه هغه ښځې وزګارې دي چې د زعفرانو په شرکتونو کې یې کار کاوه.
په بلخ ولایت کې د زعفرانو د تولید د یوه شرکت مسوول اسدالله عابر وايي:
«موږ له ۱۵۰ تر ۱۹۰ ښځینه کارکوونکې لرلې چې د زعفرانو په پروسس کې یې کار کاوه، خو سږ کال په دغو کارکوونکو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.»
د زعفرانو د پروسس شرکتونو مسؤلین له اسلامي امارت غواړي چې د زعفرانو د صادرولو زمینه برابره کړي تر څو وکولای شي خپل محصولات په مناسبه بیه وپلوري.
د زعفرانو د یوه بل شرکت مدیر زین الدین وايي:
له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې که غواړي د زعفرانو کاروبار وده وکړي، موږ ته دې د صادرولو زمینه برابره کړي، څو وکولای شو د زعفرانو محصولات بهر ته صادر کړو.”د زعفرانو کروندګر د تېر ژمي سړه هوا او وچکالي د دوی د حاصلاتو د کمښت لامل ګڼي او وايي چې سږ کال يې هم خپل لګښتونه نه دي پوره کړي.
غلام نبي يو له دغو بزګرانو څخه دی نوموړی وايي، تېر کال يې تر دوه کيلو زيات زعفران راټول کړي وو، خو سږ کال يې يوازې نيم کيلو راټول کړي دي.
“سږ کال حاصلات کم دي. موږ کښت کوو او اوبه او سرې ورکوو، خو حاصلات نه شته. تېر کال مې له همدې ځمکې څخه ۲ کیلو او ۷۰ ګرامه زعفران ترلاسه کړي وو، خو سږ کال مې نیم کیلو ترلاسه کړي دي.”له دغو کروندګرو څخه یو بل فقیر محمد هم له اسلامي امارت او مرستندویه موسسو غواړي چې د زعفرانو له کروندګرو سره همکاري وکړي.
«تېر کال زموږ حاصلات ډېر ښه وو، خو سږ کال مو څه ترلاسه نه کړل. کروندګرو د کيمياوي سرې او د هغوی د لګښت پيسې نه دي ترلاسه کړې. خو نه چا زموږ پوښتنه وکړه او نه هم کومې ادارې له موږ سره مرسته وکړه.»
خو د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي رییس حسین عظیمي په دغه ولایت کې د زعفرانو د حاصلاتو د کمښت د تایید ترڅنګ وايي، چې په دې برخه کې له کروندګرو سره مرستې روانې دي.
«د کرنې ریاست تل هڅه کوي چې له کروندګرو سره د مرستندویه بنسټونو مرستې را جلب کړي. موږ توانیدلي یو چې په بلخ ولایت کې پر ۱۲۵۰ بزګرانو د زعفرانو ۱۸ ډوله تخمونه وویشل شي.»
د دغو چارواکو د معلوماتو له مخې، سږ کال په دولت اباد، دهدادي، چهاربولک او بلخ ولسواليو کې پر څه باندې ١٢٠ هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.
که څه هم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې له کروندګرو سره یې د راتلونکي کال د حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مرستې کړي، خو کروند ګر وایي چې لا هم په دې برخه کې ډېرې ستونزې لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA