په خوست کې د ګونګیانو او کڼو په لیسه کې شاوخوا دوه سوه نارینه زده کوونکي په زدهکړو بوخت دي، خو تر اوسه کومه ښځینه زدهکوونکې نهلري.
واجد چې څوارلس کاله عمر لري، نه څه اوري او نه څه ویلی شي؛ دی سهار وختي له کوره ښوونځي ته ځي او هلته له اورېدو پرته د استاد له لاسونو او اشارو ډېر څه زده کوي.
واجد له ما سره په اشارو خبرې کوي او استاد یې راته ژباړي؛ هغه وايي، د ده په څېر زیات شمېر نجونې هم شته او له حکومت غواړي چې ښځینه ګونګیانو او کڼو ته هم د زدهکړو زمینه برابره کړي.
«نجونې باید دلته راشي زدهکړې بایدې وکړي، ځکه ډېرې نجونې چې دي خبرې نهشي کولی او په غوږونو اورېدل نهشي کولی، اړتیا ده چې باید راشي او زدهکړې وکړي.»
دوولس کلن شاکر هم اورېدل او خبرې نهشي کولی، د اشارو په وسیله زدهکړې کوي او په همدې اشارو راته وايي چې د زدهکړو لپاره مناسبه ودانۍ نهلري او ترڅنګ یې د لیلیې، تدریسي موادو او ټرانسپورت په برخو کې هم له ستونزو سره مخ دي.
نوموړی وايي، ښوونځي ته د تګ پرمهال له سړکونو د تېرېدو په وخت کې ویریږي چې موټر یې ونه وهي؛ د نوموړي خبرې هم د هغه ښوونکی داسې ژباړي:
«دلته موږ ډېر مشکلات لرو اکثره شاګردان غریبان دي، بې وسه دي خبرې نه شي کولی، لیک لوست ته ډېر ضرورت لرو او ښه تعمیر نه لرو چې موږ دلته زدهکړې په کې وکړو»
په خوست کې د کڼو او ګونګیانو ځانګړې لیسې مسوولین هم تائیدوي چې د زدهکړو لپاره مناسبه ودانۍ نهلري او د زدهکوونکو د ښې پوهونې لپاره د ښوونکو دړظرفیت لوړونې پروګرامونو غوښتنه کوي.
د دغه ځانګړي ښوونځي امر فخرالله سهیلي وايي، دغه لیسه شاوخوا لس کاله وړاندې جوړه شوې، خو ځانګړي تدریسي سیستم ته په کتو پام نه دی ورته شوی او زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
«موږ خپله ځانګړی تعمیر نه لرو، ځانګړي معیاري صنفونه نه لرو، کوم نړیوال سټنډرډ چې ماته معلوم دی هغه پروګرام دلته د اقتصادي مشکلاتو له وجې نه شو پلی کولی؛ موږ تقریباً شپږ نفره د استادانو رسمي تشکیل لرو، خو په شپږو نفرو کې اوس موږ څلور استادان لرو.»
بل لور ته په خوست کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امر عابدالرحمن عابد د دغه ځانګړي ښوونځي ستونزې پر ځای بولي او په وینا یې چې مرکزي حکومت د نجونو زدهکوونکو د جذب سربېره د لازمو اسانتیاوو د رامنځ ته کیدو ژمنه ورسره کړې ده.
د نوموړي په خبره، زدهکوونکي په سختۍ تر ښوونځي ځي ځکه چې د موټرو او ښاریانو له شوره ناخبره دي؛ نو په کار ده چې لاسنیوی یې وشي.
«په دې لیسه کې ګونګیان او کاڼه زدهکوونکي دي، د دوی لپاره ځانته تعمیر ته ضرورت دی، مسلکي استادانو ته ضرورت دی او داسې د لیلیې سیستم ته، نو په دې برخه کې موږ بار بار له مرکز غوښتنې کړې او ان شاءالله د راتلونکي کال په بودجه کې موږ ډېر ټينګار کړی چې دا موضوع جدي ونیسي.»
د یادونې وړ ده چې په خوست کې د کڼو او ګونګیانو دغه لیسه په ۱۳۹۰ کال کې جوړه شوې ده او تراوسه پورې یې د ځانګړې ودانۍ ترڅنګ، د ټرانسپورت، لیلیې، تدریسي موادو، سپورټي لوازمو او نورو برخو کې ستونزې پر خپل ځای دي.