ads

«د ښځینه ډاکترانو د کمښت ستونزه په حل کېدو ده»

په هېواد کې د ښځینه روغتیايي پرسونل کمښت هغه ستونزه ده چې له ډېره وخته افغانستان ورسره مخ دی.

فرشته خرمي
25 سلواغه 1402
«د ښځینه ډاکترانو د کمښت ستونزه په حل کېدو ده»

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دوی هغو سیمو ته چې وړاندې په کې روغتیایي خدمتونه کم او یا هېڅ نه وو، روغتیایي امکانات رسولي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان وایي، اوس مهال په هېواد کې تخصصي او نیمه روغتیايي زده کړې جریان لري چې ورسره به په راتلونکې کې تر ډېره د ښځینه روغتیايي پرسونل د کمښت ستونزه حل شي.
د هغه په خبره، دوی په تېرو دوو کلونو کې د اړتیا له مخې، ۱۱ زره او ۵۰۰ روغتیايي کارمندان په دندو ګومارلی چې ۵۰ فیصده یې ښځې دي:
«د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو څخه وروسته د عامې روغتیا وزارت له لوري په ټولو هغو سیمو کې چې د ښځینه پرسونل اړتیا وه، نوی استخدام ترسره کړی دی. په تېرو دو کلونو کې ۱۱ زره او ۵۰۰ نوی استخدام شوی چې ۵۰ فیصده یې ښځینه پرسونل دی.»
د شرافت زمان په وینا، د عامې روغتیا وزارت پلان لري، ټولو هغه سیمو ته چې د روغتیايي پرسونل له کمښت سره مخ دي، تشکیل زیات کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان په روغتیایي برخه کې د ښځینه پرسونل کمښت اندېښمنوونکې بللې ده.
یو شمېر هېوادوال هم وايي چې په لرې پرتو سیمو کې ښځینه ډاکټرانې نشته او له اسلامي امارت څخه د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د ازرګان ولایت اوسېدونکې ملالۍ وايي چې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له کبله اړ شوې ده چې په ډېرو ستونزو سره نارینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړي:
«موږ د ښځينه ډاکټرې د نشت له کبله مجبوره یو چې نارینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړو. که ښځینه ډاکټره وي، نو ډېره ښه خبره ده، ځکه نارینه ډاکټران خو نامحرم دي»
د کندز ولایت اوسېدونکې زاهده وایي، په دغه ولایت کې هم ښځینه روغتیايي پرسونل ډېر کم دي او ان په ځينو روغتونونو کې خو هېڅ ښځینه ډاکټره نشته.
«زه چې کله د کندز ولایت روغتون ته لاړم، هلته ښځینه داخله ډاکټره نه وه، په روغتیايي سکټور کې ښځینه ډاکټرې بیخي کمې دي. له اسلامي امارت څخه غواړو چې دا ستونزه حل کړي.»
د میدان وردګو ولایت اوسیدونکې شریفه هم وايي، په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت له کبله دوی مجبورې دي چې د درملنې لپاره غزني او کابل ولایتونو ته لاړې شي:
«په وردګو ولایت کې ښځینه ډاکټرانې بېخي کمې دي، کله چې ښځې د درملنې لپاره روغتون ته لاړې شې، نو هلته ښځینه ډاکټره نه وي. نو اړ دي چې د درملنې لپاره کابل یا غزني ته لاړې شي، چې ځینې وخت په لاره کې ژوند بایلي.»
څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد اروزګان ته د سفر پر مهال ویلي وو چې دوی د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي او د ښځینه ډاکترانو د استخدام لپاره پوره هڅې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA