ads

د تنفسي ناروغیو تر ۱۶۰زره ډېرې پېښې ثبت شوې

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د تېرې یوې میاشتې په موده کې د سختې تنفسي ناروغۍ پېښې زیاتې شوې دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 سلواغه 1402
د تنفسي ناروغیو تر ۱۶۰زره ډېرې پېښې ثبت شوې

دغه سازمان پرون ناو خته په یوه راپور کې ویلي چې یوازې د دې میاشتې په دوو اونیو کې په ټول هېواد کې د تنفسي ناروغۍ نږدې ۸۴زره پېښې ثبت شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره ۷۵۶ پېښې ثبت شوې چې له کبله یې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۸۳ کسان ترې مړه شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، په دغو ناروغانو کې ۶۲.۹ فیصده یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي او په ټوله کې بیا، ۴۹،۳ فیصده ناروغان ښځې او نجونې دي.
بلخوا، د تنفسي ناروغیو متخصص ډاکټران وايي چې په ژمي کې د سړې هوا او لوګیو له کبله ډېری خلک او په ځانګړې ډول ماشومان په تنفسي ناروغیو اخته کېږي او له کورنیو څخه غواړي چې د ماشومانو نظافت ته پام او په سړه هوا کې یې ګرم وساتي.
په اتاترک ملي روغتون کې د ماشومانو د برخې ډاکټره مریم وايي چې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۴۰۰ ماشومان چې په تنفسي ناروغۍ اخته وو، دغه روغتون ته راوړل شوي دي.
«په تېره یوه میاشت کې د ماشومانو تنفسي برخې ته د ۴۰۰ یا ۵۰۰ څخه زیات ماشومان راوړل شوي چې ټول یې نوي زیږېدلي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دی.»
متخصص ډاکټر نورالحق یوسفزی هم په اتاترک ملي روغتون کې د تنفسي ناروغیو او اسهالاتو د برخې مسوول دی وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د تنفسي ناروغیو پېښې کم وې.
«د تېرو کلونو په پرتله که تاسو وګورئ، سږ کال تنفسي واقعات ډېر کم وو. په نورو کلونو کې د مړینې کچه همدومره وه او حتی تر دې نه پورته.»
زرمینه او نازو چې دغه روغتون ته یې خپل ناروغ ماشومان راوستلي وايي:
«یوه اونۍ کېږي چې لمسی مې ستونزه لري او سینه بغل شوی، ان د زړه ضربان یې زیات شوی دی. دا ۳ ورځې کېږي چې دلته مې راوړی او۲۰ فیصده ښه شوی دی. ډېر شدید سینه بغل و.»
«څو ورځې کیږي چې ماشوم مې ناروغه شوی، کله چې مو ډاکټر ته بوتلو، ویل يې چې د سړې او ککړې هوا له امله ناروغه شوی دی.»
د عامې روغتیا وزارت مسوولین هم مني چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال په ټول هېواد کې د تنفسي ناروغیو شمېر زیات شوی، خو زیاتوي چې د مړینې کچه د تېرو کلونو په پرتله کمه شوې ده.
د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان کلید راډیو ته وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا اته میلیونه د تنفسي ناروغانو ګراف وو چې ډېری یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان وو.
د نوموړي په خبره، د ۲۰۲۴ میلادي کال په لومړۍ میاشت کې شاوخوا یو میلیون او ۸۰ زره هغو ناروغانو مراجعه کړې چې په تنفسي ناروغۍ اخته وو.
«سږکال، نسبت تېرو کلونو ته د تنفسي نارغانو ګراف لوړ او زموږ د ارقامو له مخې، د هېواد په روغتیایې مراکزو کې د تنفسي ناروغانو ګڼه ګوڼه هم زیاته شوې، خو په عموم کې په مقایسوي بڼه د نورو کلونو په پرته د مړینې کچه ټیټه شوې. البته د مړینې پېښې هم لرو، خو راتلونکې کې پلان لرو چې د دغو پېښو مخه هم ونیول شي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په تېرو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې ۲زره ۷۹۸ کسان د شدیدو تنفسي ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA