ads

په ارزګان کې یو مجهز روغتون جوړ شو

په ارزګان کې د روغتونونو او نورو روغتیایي امکاناتو پر کمښت د کلید راډیو تر پرلپسې راپورونو جوړېدو وروسته په تازه اقدام کې د کډوالو چارو عالي کميشنرۍ په ملاتړ د ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت يو روغتون پرانيستل شو.

احسان الله ولسمل
11 سلواغه 1402
په ارزګان کې یو مجهز روغتون جوړ شو

 دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکتر محمد الله روحاني ویلي چې په یاد روغتون کې به د ۳۰۰ناروغانو درملنه کېږي.
دی وايي، د ياد روغتون چارې په ۱۲ مياشتو کې بشپړې شوې دي.
د عامې روغتيا ریيس:
«دا سيمه تر ۴۰ زره پورې نفوس لري، دا يو سي ايچ سي کلينک دی، د مهراباد په سيمه کې چې د«يو.اين.ايچ.سي.آر» په مرسته جوړ شوي. ۱۰بستره به هره ورځ لري د مياشتي ۳۰۰ بستره کېږي. په دي کلينک کې د مور ماشوم، د سوئ تغذيي خدامات دي، واکسين دي او د آو. في.ډي خدمتونه هم ترسره کېږي.»
د ارزګان والي مولوي محمد علي جان احمد هم له مرسته کوونکو بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو اساسي ستونزو ته دې ځان ورسوي.
هغه وايي، لاهم په لېرې سيمو کې خلک روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.
مولوي محمدعلي جان احمد: «له ټولو موسیساتو څخه مې غوښتنه ده، په هغه څه چې ولس خوشحاله کېږي او ولس يې غوښتنه لري، باید د هغوی غوښتنو ته په کتلو خپل خدامات مخي ته یوسو.»
په جنوب زون کې د کډوالو د عالي کميشنرۍ مسول کيمينيا بوزيا«kimenyi Buzoya»د کليد راډيو د يوې پوښتنې په ځواب کې ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې به په لېري پرتو سيمو کې د ورته روغتيايي مرکزونو جوړېدو په برخه کې کار وکړي.
په سيمه کې عام خلک د تازه پرانيستل شوي روغتون له کبله د ملاتړو بنسټونو او د روغتیایي امکاناتو د کمښت په اړه د کليد راډيو د راپورونو له جوړېدو څخه مننه کوي او تر دې وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
د يادي سيمې دوه اوسېدونکو عبدالمنان او عبدالستار وايي:
عبدالمنان: «موږ له «يو.اين.ايچ.سي.آر» څخه مننه کوو چې په دا يو کلينک موږ ته کفايت نه کوي. موږ ته باید په هر سيمه کې دغه ډول کلينکونه جوړ شي.»
عبدالستار:
«باید سم ډاکټران ورته راوستل شي، پوه ډاګټران ورته راوستل شي، کله چې دغه ځای فعاله شي، په شاه هم ناروغ راوړل کېږي. په لاسي ګاډۍ کې هم ناروغ راوړل کېږي موږ ډېره مننه کوو.»
مهراباد د ارزګان له هغه سيمو څخه ده چې څه موده مخکې يې اوسېدونکو په خپلو سيمو کې په بېلابېلو برخو کې د موجودو ستونزو له امله کليد راډيو ته شکايتونه کړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA