ads

اسراییلو ته د ایران خبرداری

د ایران حکومت ویلي چې د سوریې پر پایتخت دمشق کې د وروستي برید غچ به په مناسب وخت او ځای کې واخلي.

شېرشاه عزیزي
1 سلواغه 1402
اسراییلو ته د ایران خبرداری

وروسته له هغه چې د ایران سپاه پاسداران په دغه برید کې د خپلو څلورو غړیو وژل کېدل تایید کړل، د ایران حکومت ویلي چې د ځان د دفاع حق لري او د دغه برید ځواب به ورکوي.
ایسنا خبري آژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعناني له قوله ویلي چې د سوریې پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری کول، د اسراییلو د رژیم د عجز او کمزورۍ نښه ده.
د ده په وینا، د ایران حکومت په مناسب وخت او ځای کې د سوریې پر پایتخت د شوي برید په ځواب کې د ځوابي اقدام حق لري.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان پرون ویلي، د دمشق پر مزه سیمه د اسراییلو په برید کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي، په وژل شویو کې څلور کسان د دوی پوځي سلاکاران وو، خو راپورونه وایي، په دغو کسانو کې یو یې د سوریې لپاره د سپاه پاسداران استخباراتي مسوول و.
د اسراییلو او حماس تر منځ د جګړې له پیل راهیسې په منځني ختیځ کې شخړې ورځ تر بلې زیاتېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA