که څه هم یادې ادارې په خپل راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت يې ترینګلی بللی؛ خو د اقتصاد وزارت مسوولین بیا دا راپور ردوي او وايي، اوس مهال دوی په یو شمېر برخو کې پر ځان بسیاینې ته نږدې شوي دي.
« اقتصادي وضعیت خه شوی د صادراتو کچه لوړه شوې او هغه توکي چې مخکې له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته واردیدل اوس ورته په کور دننه د تولید زمینه برابره شوې. اوس مهال په ۴۴ سکټورونو کې ۱۳۴ قلمه اجناس تولیدیږي.»
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، که په کور دننه د دولت له لوري لویې او وړې پروژې رامنځته شي؛ نو ورسره به بې وزلي له منځه لاړه او اقتصادي وده به چټکه شي.
د اقتصادي چارو شنونکی رحمان عمران وايي:« زما په نظر حکومت ته پکار ده چې لنډ مهالې پروژې رامنځته کړي، د لنډ مهالو پروژو ګټه داده چې خلکو ته کاري زمینې پیدا کیږي او دغه میکانیزم په تیر کې هم مثبته پایله ورکړې وه.»
د اقتصادي یو بل شنونکی تاج محمد تلاش بیا واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د اقتصادي ودې ورو کېدو مسوولیت پر نړیوالو ور اچوي او وايي، چې د افغانستان شتمني یې کنګل کړې ده.
نوموړی وايي، د نړیوالو له لوري د افغانستان پر بانکي سیسټم او شتمنیو بندیز د دې سبب شوی، چې خلک له فقر سره مخ شي.
« د دې لپاره چې افغانان د بد اقتصادي او بشري وضعیت څخه راووځي؛ نړیوال دې د افغانستان پر بانکونو لګولي بندیزونه لرې کړي، کنګل شوې پيسې دې ازادې کړي، لويې انکشافي او سیمه اییزې پروژې د کاسه زراو ټاپي پروژې دې پیل کړي.»
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په داسې حال کې د افغانستان اقتصادي ودې په اړه راپور خپروي، چې اسلامي امارت وايي، په کور دننه د لویو او وړو پروژو په پلي کېدو سره توانېدلي چې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او د لوږې کچه ورسره راکمه کړي.
څه موده وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي معاوونیت ویلي و، چې په روان لمریز کال کې لسګونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د لس میلیارده او ۶۵۴ میلیونه ډالرو پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ