د یاد ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیر قاري محمد نسیم مسلم وايي، ستونزې یې له مرکز کابل سره شریکې کړې او تمه لري چې مرستې به ورسره وشي.
« موږ هڅې پیل کړې، ترڅو د باراني اوبو لپاره د هلمند په شمالي ولسوالیو کې چیک ډیمونه جوړو کړو دغه راز هڅه کوو، چې د دغې ستونزې لپاره په ټول هلمند کې هغه باغونه وکرو، چې اوبه کمې غواړي، ترڅو له دې لارې لږ تر لږه د اوبو کچې د ټیټدو مخه ونیسو او شنې ساحې رامنځته کړو.»
په همدې حال کې یو شمېر کروندګر هم وايي، چې کرنه یې د وچکالۍ له کبله له منځه تللې ده.
د ناوې ولسوالۍ او مارجې ولسوالیو دوه تنه کروندګر قدرت او عبدالله وایې، تېره ۵ کلونو و چکالۍ په دغه ولایت کې پر کرنه منفي اغېز کړی او د کروندګرو د حاصلاتو کچه هم له نیمايي زیاته راټیټه شوې.
« پخوا به مو شل جریبه ځمکه کرله؛ خو اوس یوازې یو یا یو نیم جریب ځمکه وکرو، هیله ده دولت په دې برخه کې بېړني اقدمات وکړي.»
« وچکالۍ مو زراعت ځپلي دی تاسو ویني چې د غه ټولي ځمکي د اوبو د نشته له امله شاړي پاتي دي موږ د خپل کورنۍ ډوډي لانشو برابرولای «
د کرنې د برخې متخصصین بیا له کروندګرو هم غواړي چې اوبه سپما او له دې لارې د اوبو سطحې د ټېټدو مخنیوی وکړي.
په مرکز لښکرګاه کې د کرنېزچارو یو کار پوه انجنیر عبدالمنان امیري وایي، وچکالي زیاته شوې، نو کروندګرو ته په کار ده، چې د زیاتو اوبو له مصرفېدو ډډه وکړي«
« وچکالي زیاته ده، د کرنې سکتور د ثابت پاتې کېدو لپاره په کار ده، چې اوبه سپما شي.»
د یادونې ده چې نه یوازې هلمند؛ بلکې په ټول هېواد کې وچکالي د کرنې سکتور اغېزمن کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ