ads

له مخابراتي شبکو د هېوداوالو شکایت

ګڼ شمېر هېوادوال شکایت کوي چې د مخابراتي شرکتونو له خوا ورته نوي او یا ورک شوي سمکارټونو په بدل کې بل سمکارټ نه ورکول کېږي او وايي چې په ځینو مخابرتي شرکتونو کې د سمکارټونو د وېش لړۍ له خنډ او ځند سره مخ ده.

نویسنده: Kamran Ahmadzai
27 مرغومی 1402
له مخابراتي شبکو د هېوداوالو شکایت
یو شمېر هېوادوال چې د سیمکارت تر لاسه کولو لپاره  د مخابراتي شبکو د نمایندګیو مخې ته د انتظار په حال کې دي وايي چې په یو شمېر مخابراتي شبکو کې د نويو سمکارتونو د وېش لړي درول شوې او د راجسټر کولو پروسه هم په ځنډ سره پر مخ ځي.
د کابل اوسېدونکي نوید او عبدالمبین وايي چې په اوسنیو شرایطو کې د سیمکارټ لرل یوه جدي اړتیا ده او په کار ده چې مخابراتي شبکې د نويو سمکارټونو د وېش پروسه بنده نه کړي بلکي په کار ده چې په دې برخه لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي تر څو خلک وکولی شي له ځنډ پرته سیمکارټ ترلاسه او یا خپل سمکارټ راجسټر کړي.
«د سمکارټ د وېش لړۍ باید بنده نه شي ځکه خلک ورته اړتیا لري. کله چې نمایندګیو ته لاړ شې له سهاره تر ماښامه کتارونو کې انتظار باسو. ټول مخابراتي شرکتونه باید خلکو ته سمکارټ ورکړي او راجسټر یې کړي.»
«زه یو مخابراتي شرکت ته لاړم او غوښتل مې چې سمکارټ مې راوباسم، خو کار مې ونه شو هغوئ راته وویل چې سپين سمکارټونه خلاص شوي. غوښتنهه مې له ټولو مخابراتي شرکتونو څخه دا ده چې له ځنډ پرته خلکو ته سمکارټ ورکړي.»
خو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولین بیا وايي چې په ټول هېواد کې د سیمکارتونو د وېش لړۍ په نورمال ډول دوام لري.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي کلید راډیو ته وویل چې یاد وزارت د یوه ځانګړي میکانیزم له مخې ټولو مخابراتي شبکو ته د اړتیا وړ نوي سمکارټونه ورکوي، تر څو په عام بازار کې په خپل سري ډول د سیمکارټونو د پلور مخه ونیول شي.
«اوس مهال داسې کومه ستونزه نشته چې د نویو سمکارټونو وېش مطلق بند او یا خلکو ته نه وېشل کېږي بلکی دغه پروسه په عادي ډول دوم لري، خو دا چې مخابراتي شبکې د ځینو  مواردو پر اساس هېوادوالو ته نوي سمکارتونه نه عرضه کوي دا د دوی خپله ستونزه ده. د مخاراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د یو قانوني پروسې پر اساس یاده پروسه څاري تر څو په غیر قانوني ډ‌ول سمکارټونه بازار ته عرضه نه شي.»
نوموړي زیاته کړه چې یاد وزارت تر ډېره هڅه کوي چې په ټول هېواد  کې د غیر قانوني سیمکارټونو مخه ونیسي او له ټولو مخابراتي شبکو څخه یې په دې برخه کې غوښتنه کړې چې ټول غیر قانوني سیمکارټونه بند کړي.
«دا د ټولو خلکو حق دي چې سمکارت ولري او په دې برخه کې دې خلک ډاډه اوسي چې دوی له پاره به هغه ډول چې په قانون کې ذکر وي خدمات وړندې کېږي او هیچ چا سره به په دې برخه کې توپېري چلند نه کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر هېوادوال د نویو سمکارټونو اخیستلو او یا راجسټر کولو لپاره د مخابراتي شرکتونو مخې ته په اوږدو کتارونو کې په ساعتونو ساعتونو انتظار باسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA