ads

د اقلیم بدلون د افغانستان اقتصادي سکټور اغېرمن کړی

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي د اقلیم بدلون د افغانستان اقتصادي سکټور لکه کرنه، ما لداري، د اوبو زېرمې، ځنګلونه او نور زیانمن کړي دي، خو نړیوالو بیا په دې اړه له افغانستان سره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

فضلهادي حمیدي
27 مرغومی 1402
د اقلیم بدلون د افغانستان اقتصادي سکټور اغېرمن کړی

د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، په داسې حال کې چې د اقلیم بدلون پر افغانستان منفي اغېزه کړې او افغانستان ته یې په مختلفو برخو کې زیان اړولی، خو نړیوال اجازه نه ورکوي چې د اقلیم بدلون له مالي صندوقونو څخه ګټه واخلي.
د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې اوچا ویلي چې د اقلیم بدلون له کبله په افغانستان کې ۲۱ میلیونه وګړي پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري او په ۳۰ ولایتونو کې د اوبو کیفیت خورا خراب شوی دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د اقلیم د بدلون رییس روح الله امین وایي د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د کنوانسیون د غړي او یوه کم پرمختللي هېواد په توګه اړتیا ده چې افغانستان د اقلیم د بدلون له مالي صندوقونو څخه د پروپوزلونو پر بنسټ خپل حقوق ترلاسه کړي او د اقلیم بدلون په برخه کې پروژې عملي کړي، خو زیاتوي چې نړیوالو په دې اړه له افغانستان سره ټولې اړیکې پرې کړې دي: «د ۲۰۲۱م کال له اګست وروسته له نړیوالې ټولنې سره د اقلیم بدلون په اړه زموږ ټولې اړیکې ځنډول شوې دي، که څه هم موږ د بهرنیو چارو وزارت، یوناما او نورو لارو هڅې کړې دي، خو له بده مرغه په نړیواله کچه د پروژو په جلب و جذب او نړیوالو غونډو کې زموږ اړیکې ځنډول شوې دي.»
یو شمېر کابل ښاریان هم پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
د کابل ښار اوسېدونکی حکمت الله اعتمادي وایي چې د هېواد په ټولو لویو ښارونو کې پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کې خلک ستونزې لري: «په دې وروستیو کې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې، په ځانګړې توګه د ګڼې ګوڼې په سیمو یا ښارونو کې او خلک هم د اوبو په مصرف کې سپما نه کوي.»
د کابل ښار بل اوسېدونکی عبدالله هم له ورته ستونزو شکایت کوي او له خلکو غواړي چې د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړي: «اوبه ډیرې ټیټې شوې دي، خلک باید د اوبو په مصرف کې احتیاط وکړي، موږ په خپله اوس هم په کور کې اوبه نه لرو.»
دا چې د اقلیم بدلون د اوبو کچې پر ټیټېدو سربېره نور کوم زیانونه اړولي او کوم سکټورنه یې اغېزمن کړي دي؟ د چاپېرساتنې د ملي ادارې د اقلیم د بدلون رییس روح الله امین په دې اړه وایي: «کرنیز حاصلات مو کم شوي، د اوبو زېرمې مو اغېزمنې شوې، ځنګلونه له منځه تللي، نباتات مو زیانمن شوي چې د مالدارۍ په سکټور مستقیم اغېز لري، اجباري کډوالۍ، وچکالۍ او سېلابونه چې زموږ زېربناوې یې هم زیانمنې کړې، دا ټول د اقلیم د بدلون زیانونه دي چې موږ ته رسېدلي دي.»
خو د چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د خلکو د عامه پوهاوي ترڅنګ دولت باید د اوبو د مصرف او مدېریت لپاره پالیسۍ او قوانین ولري.
د اوبو د چارو کارپوه سیف الرحمن ابراهیمي همدا خبره کوي او زیاتوي: «په افغانستان کې موږ د اوبو د ساتنې او تبخیر څخه د مخنیوي لپاره منظم سیستمونه او پالیسۍ نه لرو، خلکو ته باید له شرعي او اقتصادي پلوه پوهاوی ورکړل شي، دولت هم باید پالیسۍ ولري چې مثلا که څوک څاه باسي، په کومه سیمه کې څاه کېندلی شي او په څومره ژوروالي سره یې کېندلی شي.»
خو په دې اړه چې څومره کسان پاکو اوبو ته لاس رسی لري؟ د ۳۰ ولایتونو د اوبو کیفیت څومره خراب دی؟ دولت د اوبو د ساتنې او مدېریت لپاره کوم پلانونه او پالیسۍ لري؟ و موغوښتل چې د اوبو او برېښنا وزارت نظر هم واخلو، هغوی وویل چې په دې اړه به له اړوندو تخصصي څانګو څخه معلومات ترلاسه کړي، خو د راپور تر بشپړېدو پورې یې یاد معلومات له موږ سره شریک نه کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA