ads

په بلخ کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې

د سوړ ژمي موسم په رارسېدو پر نورو ولایتونو سربېره، په بلخ ولایت کې هم د هوا په سړېدو سره د موسمي ناروغیو پېښې ډېرې شوې دي.

احمدالله ستانکزی
19 مرغومی 1402
په بلخ کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې

د یاد ولایت د ابوعلي سینای بلخي حوزوي مسوولین وایي، د هوا له سړېدو سره هم مهاله په دغه ولایت کې پر لویانو سربېره، تر ډېره په سلګونه ماشومان او ښځې په موسمي ناروغیو اخته شوي دي.
د بلخ عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر خیرمحمد خیرخواه وایي، د تېرې یوې میاشتې په لړ کې لږ تر لږه ۵۰۰ تنه په تنفسي او موسمي ناروغیو اخته ښځې او ماشومان دغه روغتون ته وروړل شوي او دامهال بستر دي.
د خیرخواه په خبره، د بلخ حوزوي روغتون ته د ورځې تر ۲۵۰۰ ناروغان ورځي او په وړیا ډول یې درملنه کېږي.
« اوسمهال موږ دلته ۴۸۵ تنه ناروغان بستر لرو او هغه ناروغان چې د ورځې په اوږدو راځي، موږ یې درملنه کوو او بېرته یې کور ته رخصتوو. د بلخ حوزوي روغتون ته په ۲۴ ساعتونو کې کابو ۲۵۰۰ کسان تګ راتګ کوي او د هغوی درملنه کېږي»
ورته مهال د بلخ حوزوي روغتون د ماشومانو د درملنې څانګې سرطبیب عبدالرووف فروغ وایي، په ورځني ډول شاوخوا ۵۰۰ تنه ناروغان ورته د درملنې په موخه مراجعه کوي او د ټول شمال زون په کچه د ناروغانو د درملنې لپاره پوره امکانات او روغتیایي ظرفیت لري. « په ورځني ډول د سراپا کلینیک کې زموږ د ناروغانو شمېر تر ۳۰۰ پورې دی او په عاجل سرویس کې وروسته له ماسپښینه ۲۰۰ تنه دی، چې په ټولیزه توګه په شپه او ورځ کې د ناروغانو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېږي. له نېکه مرغه مړینه هم نشته او د هغو کسانو چې په نورو ولایتونو کې درملنه نه کېږي دلته راځي او موږ په کافي اندازه کدرونه لرو په ځانګړي ډول استادان»
په همدې حال د یاد روغتون د ماشومانو د درملنې څانګې متخصص ډاکټر جمال الدین پویا وایي، د ژمي په پیلیدو سره په دغه ولایت کې سینه بغل، زکام، ټوخی او د ماشومانو تنفسي هغه ناروغۍ دي، چې د هوا په سړېدو سره د بلخ په مرکز او ولسواليو کې زیاتېږي.
د نوموړي په وینا، د تېر کال په پرتله یادې ناروغۍ څو چنده ډېرې شوې، چې لاملونه یې کډوالي، فقر، بې وزلي، سړه هوا او په ځینو سیمو کې روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دی. « د موسمي ناروغیو پېښې ډېرې دي، چې حتا په یوه بستر کې د ورځې څلور یا پنځه ناروغ ماشومان پراته وي او دا ناروغۍ ورځ تر بلې زیاتېږي؛ خو له نېکه مرغه د بلخ حوزوي روغتون روغتیايي پرسونل د خلکو په خدمت کې دی او په نورمال ډول د دوی معاینه او درملنه کوي»
بلخوا، په دې روغتون کې پر موسمي ناروغیو د اخته ناروغانو پایوازان د روغتیایي اسانتیاوو له برخمنېدو هرکلی کوي.
د بلخ ابوعلي سینای بلخي حوزوي روغتون کې د ناروغانو دوه تنه پایوازان محمد علي او سردارولي وایي، ناروغانو ته یې ډاکټران پر وخت رسېدنه کوي او په خبره یې، چې حکومتي مسوولین باید د ماشومانو د درملنې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
« دا پنځه ورڅځې کېږي زما ناروغ دلته بستر دی، ډاکټران پر وخت راځي او ۲۴ ساعته ناروغانو ته دوا تطبیقوي ترې خوښ یم»
« زموږ ناروغانو ته ډاکټران پروخت راځي او معاینه یې کوي. له اسلامي امارت نه غوښتونکی یم، چې د ماشومانو درملنې ته دې جدي پاملرنه وکړي»
روغتيا پالان د موسمي او نورو ناروغيو د مخنیوي لپاره د پاکو اوبو او خوړو کارول او د شخصي روغتیا د ساتنې په پام کې نیول تر ټولو ګټورې او اسانه لارې چارې بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA