ads

د بشري ناورین خبرداری

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني وایي، د نړیوالو لخوا وضع شوي بندیزونه په افغانستان کې بشري ناورین ته ټغر هواروي.

تاج ولي غورځنګ
5 مرغومی 1402
د بشري ناورین خبرداری

نوموړی زیاتوي، که نړیوال په‌دغه برخه کې نرموالی رانه‌ولي، ښایي په هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته شي.
سراج‌الدین حقاني دغه څرګندونې د جاپان د سیسکاوا د سولې بنسټ له مشر اتسوشي سونامي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخواني ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره په کتنه کې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له یاد پلاوي سره په خبرو کې وړاندیز وکړ چې اوږدمهاله سیاسي ستونزې د خبرو، تفاهم او دوه اړخیزو اړیکو له لارې حل شي.
په دې کتنه کې اتشوي سونامي بیا ویلي چې د اقتصادي ستونزو په ګډون ځینې شته خنډونه به ژر حل شي او په دې سره به د افغانستان او نړۍ ترمنځ شته واټن له منځه لاړ شي.
د چارو څارونکي بیا وایي، ترڅو چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ یوه واحده ژبه رامنځ ته نه‌شي، په هېواد کې شته ستونزې نه‌هواريږي.
د سیاسي چارو شنونکي ډاکټر معین‌ګل څمکني په‌دې اړه کلید ته وویل:«دغه‌ اړتیاوې دوه اړخیزې دي. نړیواله ټولنه هر وخت په دې باندې ټینګار کوي چې په هېواد کې داسې وضعیت رامنځ ته شي چې په کوردننه خلک پرې راضي اوسي. که په سیاسي لحاظ یې وګورو، نو هېواد ورته اړتیا هم لري.»
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر اغا بیا د افغانستان اوسني وضعیت پړه په نړیوالو ور اچوي.
نوموړی وایي، که نړیوال د افغانستان پر وړاندې نرمښت وښیي، ښایي ډېر ژر په کوردننه شته ستونزې هوارې شي.
«زه فکر کوم چې د افغانستان د ستونزو ډېر اړخ د بهرنیو په لاس کې دی. ددغه ستونزې عاملین دوی دي. په هېواد کې چې کوم فقر او لوږه ده هم د دوی له امله ده.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د خپل ایکس پاڼه په پیغام کې ویلي چې د کورنیو چارو وزیر له نړیوالو غوښتنه کړې چې له افغانانو سره بشري مرستې سیاسي نه‌کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو پر افغانستان د بندیزونو د ناوړه پایلو په اړه له بهرنیو پلاوو سره خبرې کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA