ads

د کډوالو د نړیوالې ورځې لمانځه، څومره کډوال راستانه شوي

د ډېسمبر ۱۸مه؛ د کډوالو نړیواله ورځ ده، دا ورځ سږ کال په داسې حال کې را رسېږي چې لسګونه زره افغانان له پاکستان، اېران او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه خپل هېواد ته را ستانه کړای شوي او لا هم یو په زرګونه نور افغانان په جبري توګه راشړل کېږي.

فضل هادي حمیدي
27 لیندۍ 1402
د کډوالو د نړیوالې ورځې لمانځه، څومره کډوال راستانه شوي

په هغه غونډه کې چې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د دوشنبې په ورځ جوړه شوې وه، د افغانستان د اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، په خپل پيغام کې له ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتي چې د کډوالو له موضوع سیاسي ګټه پورته نه کړي.
د ملامحمدحسن اخند په په دغه پیغام کې چې د ریاست الوزرا د مطبوعاتو د مسوول قاري عبدالستار سعید له خوا ولوستل شو، له نړیوالو غوښتنه شوې چې د کډوالو حقونو ته جدي پاملرنه وکړي او د جبري اخراج مخه یې ونیسي: «زموږ هیله دا ده چې د کډوالو لویې او بشري موضوع ته له سیاسي لیدلوري او د آني ګټو او تصمیمونو له زاویې نه کتل کېږي، د فشار په ډول دې نه کارول کېږي، د راستنېدو پروسه دې په آبرومندانه او تدریجي ډول مخته یوړل شي.»
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وویل، افغانان چې د کومو اهدافو لپاره په جبري توګه را و ایستل شول، هغه هېوادونه هغو اهدافو ته ونه رسېدل.
ملا برادر اخند په داسې حال کې چې له هېواده بهر ټولو افغانانو ته هېواد ته د راستنېدو بلنه ورکړه، پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغانانو سره دوه ګونی چلند ونه کړي، د کډوالۍ اصول او قوانین ترپښو لاندې نه کړي، د کډوالو حقونه وپېژني او ورته دروناوی وکړي: «د افغانانو په حق کې د دې جفا تر شا چې کوم اهداف وو، مرتکبین یې په ترلاسه کولو کې ناکام شول او د افغانستان اسلامي امارت د الله ج په فضل وتوانېد چې خپلې خاورې ته د خپلو وروڼو راتګ په ښه او منظمه توګه مدېریت کړي.»
د ریاست الوزرا اداري مرستیال او د راستنو کړای شویو افغانانو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي وویل، تر اوسه څه باندې پنځه سوه زره را ستانه کړل شوي افغانان ثبت شوي چې ۱۳ زره ۱۱۱ کورنۍ مختلفو ولایتونو ته لېږدول شوې چې څه باندې ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی، ۹۴۴ کورنۍ په لنډمهالو کمپونو کې مېشتې شوې، د دوی لپاره ۵۶ د اوبو ذخیرې او ۱۷۸۰ خېمې چمتو شوې دي: «تر اوسه ۵۸ زره ۲۹۱ راستنې شوې کورنۍ ثبت شوې، ۳۳۲ زره ۳۳۸ تنه ثبت او بایومېټریک شوي، ۱۹۷ زره ۷۶۳ تنه مجرد کسان هم ثبت او بایومېټریک شوي دي.»
د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني بیا وویل چې دوی راستنو کړای شویو او په کور د ننه بې ځایه شویو ته هر ډول مرستې رسولې او لاهم چمتو دي چې هر ډول ستونزو ته یې رسېدنه وشي: «موږ په ګاونډیو او نورو بهرنیو هېوادونو کې له اوو میلیونو ډېر کډوال لرو، څه د پاسه درې میلیونه په کور د ننه بې ځایه شوي لرو، ډېر مو بېرته خپلو سیمو ته ستانه کړل، هر ډول مرسته هغه که لباس و، که خوراکي توکي یا نغدې پیسې ورته مو ورکړې.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان هم وایي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې یې له یو نیم میلیون افغانانو سره په مختلفو برخو کې مرستې کړې او دغو مرستو ته به دوام ورکوي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا ای او ام استازې ماریا مویتا په دې اړه وایي: «هغه چتر چې د موسسو او مختلفو ادارو له خوا له بېرته راستنېدونکو سره د مرستې لپاره جوړ شوی و، په دې کې موږ یا ای او ام هم وکولای شول چې له ۴۵۰ زره بېرته راستنو شویو سره مرستې وکړو، دا د افغان حکومت له مرستو اضافه مرستې دي چې مو کړې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې لاهم د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو په ګډون یو شمېر هېوادونه افغانان په زور او جبر هېواد ته راستنوي چې د کډوالو چارو وزارت د چارواکو په خبره پر ایران او پاکستان سربېره په ترکیه، اروپا او ځينو نورو هېوادونو کې هم له افغانانو سره ناوړه چلند کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA