ads

د مولانا فضل الرحمن راتګ به اړیکې ښې کړي؟

د اسلامي امارت چارواکي وايي چې ډېر ژر به د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان کابل ته سفر وکړي.

تاج ولي غورځنګ
26 لیندۍ 1402
د مولانا فضل الرحمن راتګ به اړیکې ښې کړي؟

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په داسې حال کې افغانستان ته په سفر راځي چې په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړېکې ترینګلې شوې دي.
د پاکستان جمعیت علمای اسلام سیاسي او مذهبي ګوند لیکلي چې دغه بلنه په اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر مولانا فضل الرحمان ته سپارلې ده.
یاد ګوند په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې دواړو لورو په دې لېدنه کې د افغانستان او پاکستان په اړیکو خبرې کړې او وایي چې ښې اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
د اسلامي امارت چارواکي هم د مولانا فضل‌الرحمان سفر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړېکو د غوړولو په برخه کې رغنده او مهم بولي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په دې وروستیو کې د پاکستان په خلکو کې د افغانستان په اړه بیلابیل منفي تبلیغات کیږي.
نوموړی زیاتوي، د مولانا فضل‌الرحمان سفر به په پاکستان کې د افغانستان رښتنی انځور وړاندې کېدو ته زمینه برابره کړي.
«په عمومي ډول مولانا فضل الرحمان په پاکستان کې ډېر مهم رول لري. هم په مذهبي لحاظ او هم په سیاسي لحاظ. په دې وروستیو کې د پاکستان ولس په منځ کې د افغانسان پر وړاندې بیلابیل منفي تبلیغات کیږي چې ښایي د ولس په منځ کې یې منفي انځور ایجاد کړی وي. مولانا فضل الرحمان چې په ولس کې مهمې ریښې لري او ولس یې خبرې ته غوږ نیسي. کله چې هغه افغانستان ته راشي او دلته د اسلامي امارت او د خلکو نیت له نږدې وګوري او بیا به د خپلو خلکو په ذهنیت سازۍ کې مرسته وکړي.»
ذبیح‌الله مجاهد دغه‌راز وایي، مولانا فضل‌الرحمان په تېر کې هم څو ځله غوښتي وو چې کابل ته راشي، خو په خبره یې، هغه وخت د ده سفر ته زمینه برابره شوې نه‌وه.
بلخوا د چارو شنونکي بیا وایي، پاکستان هڅه کوي چې فضل الرحمن اسلامي امارت د ټي‌ټي‌پي پر ورسپارولو او له پاکستان سره خبرو ته کینوي.
د سیاسي چارو شنونکی امین‌الله احساس کابل ته د مولانا فضل الرحمان سفر په تړاو کلید ته وویل:«ویل کیږي چې مولانا فضل الرحمان د اسلامي امارت له بیلابیلو چارواکو او حکومت سره ښې اړېکې لري او د پاکستان حکومت غواړي چې دده له لارې اسلامي امارت وهڅوي چې د ټي‌ټي‌پي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.»
یو شمېر نورو پاکستانيو رسنیو بیا لیکلي چې مولانا فضل الرحمان د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب کوي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند په اېکس پاڼه هغه ویډیو او انځورونه هم خپاره کړي چې ښاغلی شکیب د مولانا فضل الرحمان کور/ یا دفتر ته ورځي او له نوموړي سره ګوري.
رپوټونه کاږي چې د پاکستان د جمعیت علما اسلام مذهبي او سیاسي ګوند مشر به د اسلامي امارت چارواکو سره د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو پر سر د رامنځته شوې کشالې په اړه خبرې وکړي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د منځګړي په توګه د مولانا فضل الرحمان د رامخته کولو موضوع وروسته له هغې رامنځته شوه چې په وروستیو کې یوه جګپوړي لویدیځ ډیپلومات پاکستان او یو پاکستاني جنرال امریکا ته سفرونه وکړل.
په ورستیو ورځو کې پاکستان ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېست سفر کړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA