ads

مجاهد: د پاکستان برید له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

د اسلامي امارت مسوولین وایي، په پاکستان کې د سه‌شنبې ورځې برید له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.

تاج ولي فورځنګ
22 لیندۍ 1402
مجاهد: د پاکستان برید له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

د هغوی په وینا، د پاکستان حکومت باید د نورو د ملامتولو پر ځای د خپل هېواد امنیت ټینګ کړي او نورو ته د ملامتۍ ګوته ونه نیسي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په پاکستان کې پرونۍ پېښې اندېښمن کړي، خو په خبره یې، دغه پېښه له افغانستان څخه زرګونه کیلومټره لېرې شوې او نه باید پر افغانانو ور وتپل شي.
«په پاکستان کې په پرونۍ پېښه تاسف کوو او دوی چې کومې غوښتنې له سفیر څخه کړې، موږ هڅه کوو چې هغه برسي کړو. درېیم دا چې نه باید هره موضوع په اسانه پر افغانستان ور واړول شي؛ ځکه دوی خپله باید خپل امنیت ته پام وکړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له شارژدافېر په جدیت غوښتي چې په دې اړه بشپړ تحقیقات وکړي او په برید کې د لاس لرونکو پر ضد اقدام وکړي.
که څه هم په اعلامیه کې په دې اړه د افغانستان له حکومت څخه د څېړنو غوښتنه شوې، خو په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په همدغه اعلامیه کې منلې چې برید تحریک جهاد پاکستان ډلې کړی دی.
بلخوا د چارو شنونکي وایي، پاکستان تل خپلې کورنۍ ستونزې پر افغانستان ورتپلې او له دې لارې یې په کوردننه او نړیواله کچه ګټې کړې دي.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی جنرال طاهر یرغل په دې اړه زیاتوي:
«دا پر افغانستان یو تور دی، دورغ دی، هر څه د دوی خپل دي، خپل خلک یې دي او خپل وطن دی. دا زموږ افغانانو پورې اړه نه‌لري.»
د خېبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز په ځایي وخت پرون د سهار درې بجې ډله ییز برید شوی دی.
د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو دفتر یا (ای اېس پي ار) ویلي په برید کې ۲۳ پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستان د خېبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې د پروني برید مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی او ګڼو پاکستاني سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA