ads

د ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو ونډه

د ښځو د حقونو فعالانې په دې نظر دي چې د عصري علومو او ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده او ټینګار کوي چې حکومت دې پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار محدودیتونه لرې کړي.

صایمه
23 لړم 1402
د ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو ونډه

د دوی په وینا، ښځې د ټولنې نیمايې برخه ده او شتون يې په هره برخه کې اړین دی.
د ټولنیزو مسایلو د برخې فعاله فاطمه نعیمي په دې اړه وايې:
«په عصري علومو او ټکنالوژۍ برخه کې د ښځو شتون د سړیو په څېر اړین دی. اوس د ښخو ونډه په ټولنه کې ډیره مهمه ده او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره د ښځو رول ډیر اړین ګنل کېږي.»
یوه بله مدني فعاله ریحانه امیري بیا د علومو او ټکنالوژۍ په برخه کې د ښځو د شتون په اړه داسې وایي:
«ښه دا ده چې د ټولنې د پرمختګ په برخه کې فعاله ونډه ولري. اسلامی امارت ښځو ته په ځينو برخو کې د کار اجازه ورکړې، خو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې يې د نجونو پرمخ تړلې چې په دې سره د ډېرو نجونو تحصیلي وخت ضایع شوی. که حکومت غواړي چې ټولنه پیشرفت لور ته لاړه شي، نو ښځې دې پرې‌ږدي چې په هره برخه کې فعالیت وکړي.»
خو د اسلامي امارت مسولین بیا وايي، ښځې په ځینو برخو کې په کارونو بوختې دي او حکومت ورته د اسلام په چوکاټ کې د کار اجازه ورکړې.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد يې په اړه داسې وايي:
«اسلامي امارت د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړې، د بېلګې په توګه طب، سوداګري، نظام، هوايې میدان، پاسپورټ ریاست او د پیژندپاڼو په برخه کې د کار کولو فرصت ورته برابر دی. په نورو برخو کې هم د دوی ونډه اړینه ده، خو د اسلامي اصولو په رڼا کې.»
که څه هم اسلامي امارت ښځو ته د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د کار کولو خبر ورکوي، خو یو شمېر کارپوهان په دې اند دي چې په تکنا لوژۍ او عصري علومو کې د ښځو شتون پیکه ښکاري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA