نوموړي تېره شپه په مسکو کې له خپل سیال سره د «WTKF» سازمان سیالي وکړه چې په دویم راونډ کې یې له خپل سیال څخه وګټله.
احمدولي هوتک تر دې وړاندې ویلي وو چې سیال یې په درېیو سیالیو کې دوې ګټلې دي.
بل لورته د ازادو سیالیو بل افغان لوبغاړي قدرت الله رشیدي هم خپل پاکستاني سیال ته ماتې ورکړې.