ads

په افغانستان کې د رسنیو فعالیت او اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالی

د سپټمبر ۲۸مه د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۷ نېټه د یونیسکو په عمومي کنفرانس کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه چې موخه یې د ټولو لپاره له قید او شرط پرته اطلاعاتو ته لاسرسی ښودل شوی

هاجر جعفري/ کامران احمدزی
6 تله 1402
په افغانستان کې د رسنیو فعالیت او اطلاعاتو ته د لاسرسي څرنګوالی

په دې اړه مو د یو شمېر افغان خبریالانو نظرونه اخیستي او په ورته وخت کې مو له مسوولو چارواکو هم پوښتلي چې اوس مهال اطلاعاتو ته لاسرسی په کومه کچه دی؟

ځینې خبریالان که څه هم وايي چې په اوس وخت کې اطلاعاتو ته لاسرسی زیات شوی، خو یو شمېر نور نور بیا په دې اړه ناخوښه دي.

دوی وايي چې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د مشخص قانون د نشت او د یو شمېر چارواکو له خوا پر وخت ځواب نه ویلو له امله کافي او پر وخت معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

محبوبه سلیماني وايي، د رسنیو د فعالیتونو اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي پر بنسټ دی او چارواکي باید رسنیو ته پر وخت معلومات ورسوي.

“معلومات موږ ته پر وخت نه رسېږي، دا ستونزه په رسنیو کې د خبریال باور او په  په ټولنه کې د رسنیو ځای کمزوری کوي.»

د باميانو ولايت يوه خبرياله فريبا حسيني وايي، چې مسوولين خبريالانو ته لومړي لاس معلومات او پر وخت ځوابونه نه ورکوي او کله ناکله د دوی له لوري ورکړل شوي معلومات بسنه نه کوي.

“موږ ته په وخت معلومات نه رسېږي. کله چې موږ له چارواکو سره کومه ستونزه شریکوو، دوی دوه یا درې ورځې وروسته ځواب راکوي.”

بل لورته  یو شمېر نور خبریالان  له رسنیو سره د چارواکو له همکارۍ خوښ دي.

خبریال محمد حسین احمدي وايي چې اطلاعاتو ته د پخوا په پرتله د لاسرسي کچه لوړه شوې ده.

«اوس د اسلامي امارت د واکمنۍ د پیل په پرتله اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه ښه شوې، ویاندویان او چارواکي ښه همکاري کوي.»

خبریاله نوریه محمدي هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د خوښۍ په څرګندولو سره وايي: که څه هم داسې مسوولین شته چې پر وخت ځواب نه ورکوي، خو ډېر چارواکي او ویاندوان پر وخت ځواب ورکوي او په دې برخه کې ډېره همکاري کوي

په ورته وخت کې یو شمېر نورې ښځینه خبریالانې هم د اصولو او مقرراتو په رعایت ټینګار کوي او وايي چې اوس مهال ښځې کولای شي په اسانۍ سره له رسنیو سره خپل کار ته دوام ورکړي.

رجینا کاکړ چې له تېرو لسو کلونو راهیسې له رسنیو سره د کار تجربه لري وايي د اسلامي امارت په لومړیو کې یې د کار شرایط سخت و، خو اوس کاري شرایط ښه شوي دي.

“د اسلامي امارت په لومړیو کې اکثرو چارواکو له ښځو سره له مرکو ډډه کوله، خو اوس وضعیت ښه شوی او ښځې د رسنیو په بېلابېلو برخو کې شتون لري.”

له بلې خوا دولتي چارواکي تل د بیان پر ازادۍ ټینګار کوي او وايي چې د بیان له ازادۍ څخه تر هغه حده ملاتړ کوي چې له ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی مهم بولي خو وايي چې په یو شمېر برخو کې څېړنو ته اړتیا وي، نو خبریالانو ته هم په کار ده چې په دې برخه کې له زغم کار واخلي.

دا چې په ځینو وختونو کې رسنیو ته وروسته معلومات وړاندې کېږي، علت یې دا دی چې یا د هغې موضوع په اړه څېړنې کېږي او یا هم دریځ وروسته نیول کېږي.»

دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معين حيات الله مهاجر فراهي هم دبيان په ازادۍ ټينګار کوي او زیاتوي چې اطلاعاتو ته لاسرسى د هرچا حق دى .

“اطلاعاتو ته لاس رسی د رسنیوه مسلم  حق دی او هیڅوک ترې انکار نه شي کولای، یو ځل بیا له ټولو ویاندویانو څخه غوښتنه کوم چې اطلاعات په وخت سره رسنیو ته ورسوي.”

يو شمېر نور چارواکي هم وايي، چې تل يې له رسنيو سره د خپل توان په اندازه همکاري کړې، خو په ځينو مواردو کې د مشخص دريځ نيول وخت نيسي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي: “موږ تل هڅه کړې چې  رسنیو ته پر وخت معلومات ورکړو، تر اوسه په دې اړه کوم شکایت نه دی شوی.”

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون

د رسنیو یو شمېر بنسټونه اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون نشتوالی  په دغه برخه کې لویه ستونزه بولي.

دوی وايي، دا قانون د ټولیزو رسنیو لپاره تر ټولو مهم و، چې اوس شتون نه لري.

د خبريالانو د اتحاديې مشر حجت الله مجددي وايي، دا د رسنيو دنده ده چې د ټولنې د واقعيتونو په انعکاس کې خپل رول ولوبوي، خو اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون پرته دا کار ستونزمن دى.

  “اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست یوازې د رسنیو لپاره کافي نه دی، موږ تمه لرو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویب او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون جوړ شي.”

د خبريالانو د يوې بلې ټولنې مسوول مسرور لطفي هم وايي، چې له رسنيو څخه د ملاتړ بنسټونو له دولتي چارواکو سره ناستې کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تصويب غوښتنه يې کړې ده.

“اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نشته او اوس هره ستونزه چې د دغه قانون د نشت له امله رامنځته شوې ده، تر هغه چې دغه قانون تعديل او تصويب نه شي، ستونزې به يې حل نه شي.”

خو د اسلامي امارت چارواکي وايي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون کې ځینې بدلونونه راغلي او دغه قانون به خلکو ته وړاندې شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه کار روان دی، چې ډېر ژر به نهايي خلکو ته وړاندې شي.»

باید وویل شي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د افغانستان د اساسي قانون د پنځوسمې مادې، اصولو او نړیوالو بشري حقونو پر بنسټ په ۱۳۹۳ کال کې تصویب او توشیح شو.

 اطلاعاتو ته د لاس رسي په موخه دغه قانون ادارې مکلفوي چې هېوادوالو ته د اړتیا وړ معلومات ژر تر ژره وړاندې کړي.

د اسلامي امارت په راتګ سره دغه قانون تعدیل شو، خو تر اوسه تصویب او عامو خلکو ته نه دی وړاندې شوی.

اقتصادي ستونزې

 نورو ستونزو تر څنګ د بودجې کمښت او اقتصادي ستونزې هم د ډېرو رسنیو د بندېدو او د رسنیو د سلګونو کارکوونکو د بې کارۍ لامل شوې دي.

یو شمېر خبریالان وايي، په رسنیو کې د کار ډګرونه محدود دي او که دنده ولري، عاید یې ډېر کم دی چې اړتیاوې یې نه پوره کوي.

سهیلاګلستانۍ چې په یوه رسنۍ کې کار کوي وايي، دومره ماش اخلي چې د دې ګذاره هم پرې نه کېږي.

“د کار ساحې محدودې دي، زه اوس اوس له یوې رسنۍ سره په دومره تنخوا کار کوم چې ان زما اړتیا هم نه پوره کوي.»

یوبله خبریاله شبنم شهرزاد هم ورته ستونزه لري او وايي: “د بېکارۍ ډېرېدل، له هېواد څخه د خبریالانو وتل او د راتلونکي په اړه د هغوی ناهیلي د نورو اقتصادي ستونزو ترڅنګ د رسنیو د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې له ستونزو سره مخ کړې دي.»

په ورته وخت کې د غور ولایت یوه ښځینه خبریاله لیلا نایل وايي، چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې یې له دوو رسنیو سره کار کاوه، خو اوس یې دغه دواړه دندې له لاسه ورکړي دي.

“زه له اقتصادي ستونزو سره مخ شوی یم. څو ځله د امنیتي ځواکونو له خوا وهل شوی او نیول شوی یم.”

د یو شمېر رسنیو مسوولین هم تاییدوي چې د دوی رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د دوی ډېری پروژې په ټپه ولاړې دي.

د یوې رسنۍ مسوول، نورولي ابراهیمي وايي: “پخوا مو ښې پروژې درلودې، خو اوس مهال پروژې او عایدات کم دي نشو کولای د خپلو کارکوونکو لپاره ښه معاشونه ورکړو.»

په دایکندي ولایت کې د « صدای قریه» راډیو مسوول شهاب حسین وايي چې پخوا په دايکنډي کې ۵ خصوصي رسنۍ وې، خو اوس مهال یوازې دوه رسنۍ پاتي چې په بدو اقتصادي شرایطو کې فعالیت کوي.

«په دې ولایت کې شاوخوا ۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وو، خو اوس یوازې ۵ یا ۶ تنه پاتي چې ټول یې نارینه دي.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له ډسمبر راهیسې د اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو ستونزو له امله نیمايي تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ تړل شوې دي .

د دغې ادارې اجرائیه مدیر ظریف کریمي وايي:«تر سیاسي بدلونونو مخکې د ویډیو، غږیزو او چاپي رسنیو په شمول څه باندې ۵۳۰ رسنۍ فعالې وې، چې اوس یې ۵۰ سلنه تړل شوې او د ۱۱ زره ۸۵۸ کارکوونکو له ډلې  شاوخوا ۷۰ فیصده خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. »

په همدې حال کې د بې پولو خبریالانو ټولنې ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA