ads

د ریډمي نوټ 13 پلس موبایل معرفي شو چې 200 میګاپکسله کامره او منحني شکله سکرین لري

دا مبایلونه په درېو کټګورو کې معرفي شوي چې سټنډرډ، پرو او پرو پلس ماډل دی.

اسلام الدین احمدی
3 تله 1402
د ریډمي نوټ 13 پلس موبایل معرفي شو چې  200 میګاپکسله کامره او منحني شکله سکرین لري

د ټیکنالوژیکي خبرونو له مخې، شایومي په خپل رډمي نوټ ۱۳ پرو پلس موبایل کې د 1.5 ریزولوشن سره 6.67 انچ منحني سکرین کارولی دی.

دا سکرین د 1800 نیټ تر ټولو زیاته روښانتیا او د 120 Hz ریفریش نرخ لري او  دا به لومړی ځل وي چې د نوټ کورنۍ له موبایلونو څخه یو یې د ګوتو نښې سینسر سره بازار ته وړاندې شي.

شایومي شرکت نور په دې موبایل کې د کامرې ماډل نه کاروي او کامرې معمولا په وروستني پینل کې موقعیت لري.

د دې وسیلې وروستني پینل مصنوعي څرمن ډوله جوړښت لري او په دوو رنګونو کې به بازار ته وړاندې شي.

په وروستنۍ برخه کې، د 200 میګاپکسله اصلي کامره شته چې تر څنګ یې د 8 میګاپکسله الټرا وایډ لینز او 2 میګاپکسله لینز هم شته. د 16 میګاپکسله سیلفي کامره هم د سکرین په پورتنۍ برخه کې موقعیت لري.

د دې موبایل د بریښنا لپاره 5120 mAh بیټرۍ ځای په ځای شوې چې د 120W چټک چارج کولو ملاتړ هم کوي. او دا موبایلونه د اوبو ضد دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA