ads

ایلن ماسک د ایکس له ټولو کاروونکو د میاشتني فیس اخیستلو وړاندیز کړی

د ټویټر (ایکس) ټولنیزې شبکې مالک ایلن ماسک وړاندیز کړی چې له دې وروسته به ددغې شبکې له ټولو کاروونکو میاشتنی فیس واخلي.

اسلام الدین احمدی
3 تله 1402
ایلن ماسک د ایکس له ټولو کاروونکو د میاشتني فیس اخیستلو وړاندیز کړی

په تیر اکتوبر کې د ټویټر له پیرلو وروسته ماسک  د شبکې د نوم بدلولو په شمول په ټویټر کې ګڼ بدلونونه عملي کړي، خو له ټولو کاروونکو د فیس اخیستل به په دغه شبکه کې تر دې دمه تر ټولو لوی بدلون وي.

د ماسک په وینا، د یوې کوچنۍ میاشتنۍ تادیې معرفي کول به په شبکه کې د زیات شمېر جعلي حسابونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ماسک  ټویټر په ۴۴ میلیارد ډالر اخیستی دی خو نوموړي اعتراف کړی چې د شبکې ارزښت یې وروسته له هغه راټیټ شو چې هغه خپل کاري ځواک له لاسه ورکړ او له ټوټیر څخه منع شويو د ښي اړخې توطیو نظریه لرونکو ته یې اجازه ورکړه چې سایټ ته بیرته راستانه شي، چې په نتیجه کې په ټویټر کې سوداګریز اعلانونه کم شول.

د ماسک  وروستي وړاندیز د ټویټر د کاروونکو او څېړونکو تر منځ دا اندېښنه پارولې چې له ټولو کاروونکو د فیس غوښتنه ښايي په ټویټر کې اعلانات نور هم کم کړي او ددغه شبکې د له منځه تللو سبب شي.

ماسک  په جولای کې ومنله چې ټویټر د اعلاناتو نیمايي عاید له لاسه ورکړی خو وروسته یې ادعا وکړه چې زیاتره مشتریان یې بیرته راستانه شوي دي.

جعلي حسابونه (باټونه) چې د انسانانو پر ځای د کمپیوټر په مرسته اداره کیږي، په ټویټر کې عام دي چې د سیاسي پیغامونو خپرولو او نژادي کرکې د پراخولو لپاره هم استعمالیږي.

د ماسک  ددې وړاندیز په خلاف د ایکس شبکې کاروونکو غبرګون ښودلی او په زرګونو انتقادي پیغامونه یې خپاره کړي دي.

د جیسي ټي په نوم یو کاروونکي ماسک  ته لیکلي: “دا یوه رښتینې او په زړه پورې شبکه وه خو له هغه وخته چې تا یې واک واخیست، ریښتینې او په زړه پورې نه ده.”

د “ایپس سوداګرۍ” په نوم شرکت د سوداګرۍ رئیس جیمز کوپر فرانس پرس ته وویل چې د ایکس له لوري له ټولو کاروونکو د فیس غوښتنه به په عامو خلکو کې د شبکې شهرت ته زیان ورسوي او ښايي کاروونکي او اعلانات دواړه له لاسه ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA