ads

خوست کې له تېرې جګړې د پاتې ناچاوده توکو په اړه د خلکو اندیښنې

د خوست ولایت اوسیدونکي، په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د تېرې جګړې له امله د پاتې ناچاوده توکو په اړه اندیښمن دي او د له منځه وړلو غوښتنه یې کوي.

بصیر یاد
15 چنګاښ 1402
خوست کې له تېرې جګړې د پاتې ناچاوده توکو په اړه د خلکو اندیښنې

د خوست امنیتي مسوولین وايي، په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې له تېرې جګړې د پاتې ناچاوده توکو او مهماتو له کبله ۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا، په مرکز او ولسوالیو کې یې د هغو سیمو تصفیه پیل کړې چې، ناچاوده توکي او مهمات په کې پاتې شوې څو خلک یې له خطره وژغورل شي.
د خوست د امنيه قومندانۍ ویاند مستغفر ګربز وويل، د دغه ولایت د مرکز ترڅنګ په نادرشاه کوټ، صبريو او موسې خېلو ولسوالیو په ځينو سیمو کې د تېرو جګړو پر وخت ناچاوده توکي او مهمات پاتې شوي چې، وخت ناوخت د خلکو ژوند ګواښي:
«زموږ د امنيه قوماندانۍ د انجينرۍ ټيم د ولسونو په همکارۍ وخت ناوخت داسې ساحو ته ځي او هلته منفجره مواد او هغه څه چې، شل کاله له جنګ څخه پاتې شوي دي، په هغه ساحو کې هغه شیان راټولوي او له منځه يې وړي.»
بل لورته خلک هم وايي، چې د خوست په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې له تېرې شل کلنې جکړې څخه پاتې ناچاوده توکو او مهماتو وخت ناوخت خلکو ته مرګ ژوله اړولې او دوی له حکومت غواړي څو دغه سیمې تصفیه کړي.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی حاجې مامور وايي، ۱۴ کلن زوی یې په تېره روژه کې هغه مهال ووژل شو چې، له دوو نورو ماشومانو سره یې لوبې کولې او ناچاوده توکو پرې چاودنه وکړه او د زوی ترڅنګ یې یو بل ماشوم هم ووژل شو او یو ژوبل شو:
« پورې خوړ ته وتلی و هلته څه شی پسې خلاص شول چې بم و او که پټاکۍ وه، دی يې شهيد کړ. دا سينه يې خوږ وه، مخ يې لږ خوږ و. زموږ په کورنۍ کې نوره څوک مکتبیان نه وو، همدا يو ووړکی و چې مکتب يې ويلو. زه یو مخې پسې ختم شوم، دماغ مې ختم شول او هرڅه.»
د دې سیمې یو بل اوسیدونکی نواب هم وايي، یو ۹ کلن ورور یې او یو بل ماشوم څه موده وړاندې د ناچاوده توکو د چاودنې پرمهال ووژل شول او ۵ کلن زوی یې هم په کې ټپي شوی و.
نوموړی له امنیتي ځواکونو غواړي چې، پر وخت دې ناچاوده توکي او مهمات له منځه یووسي څو ولسونه یې له خطره وژغورل شي:
«د ورځې يوولس بجې به وې چې له خوب را پاڅېدم او کور کې يوه اندازه کېناستم چې د چاودنې غږ شو، چې ور ووتم یو شهید شوی و دا بل زخمي و او دا بل مې ولید چې دا هم زخمي و، دا بل هم پسې شهید شو او زخمي روغ شو.»
د یادونې وړ ده چې، نه یوازې خوست بلکې د هیواد په نورو ولایتونو کې هم د تېرو جګړو له کبله ناچاوده توکي او مهمات پاتې شوې چې، وخت ناوخت یې خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA