ads

شنونکي: نړیوال بندیزونه مستقیم افغانان زیانمنوي

د هېواد د بهرینو چارو وزارت سرپرست له نړیوالو غوښتي چې پر اسلامي امارت لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

اسلام الدین احمدي
10 غبرګولی 1402
شنونکي: نړیوال بندیزونه مستقیم افغانان زیانمنوي

امیر خان متقي پرون له بلغاریا هېواد څخه د ۱۸هغو افغانانو د کورنیو له غړو سره د تسلیت او فاتحې په مراسمو کې دا څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې پر افغانانو د نړیوالو لګېدلي بندیزونه ظالمانه دي.
«زما په نظر هر هغه هېوادونه چې د افغانستان پر مظلوم ولس یې بندېزنه لګولي، دا ظلم دي. په هېڅ ډول نړیوالو نورمونونو کې داسې ماده نه شته چې پر یو ولس داسې بندېزونه ولګول چې ټولې خواوې ترې اغېزمن شي.»
یو شمېر هېوادوال هم له هغو بندېزونو شکایت کوي چې د نړیوالو له خوا پر سرپرست حکومت لګول شوي دي.
هېوادوال هم پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو په اړه پر نړیواله ټولنه نیوکه کوي او وایي چې دغو بندیزونو نه یوازې پر حکومت، بلکي د عامو خلکو پر ژوند هم منفي اغېز کړی او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي.
د کابل اوسېدونکی محمود خان وايي، نړیوالو بندېزونو د افغانانو ژوند سخت کړی او د اقتصادي ستونزو تر څنګ یې له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ کړي دي.
«په افغانستان د کې د روان بد اقتصادي وضعیت یو دلیل همدا نړیوال بندېزونه دي. خلک یې له ستونزو سره مخ کړي او د همدغو بندیزونو او د کار نشت له کبله ډېری ځوانان غواړې کار روزګار له لپاره بهر ته لاړ شي.»
بلخوا، ملي سوداګر عبدالبصیر ستانکزي کلید راډیو ته وویل چې نړیوال بندېزونه د افغانانو په حق کې ستر ظلم دی.
«د نړیوالې ټولنې له خوا د بندیزونو لګول له افغان ملت سره ظلم دی. د وضع شویو بندېزونو له کبله یوه لویه ستونزه چې موږ ورسره مخ یو، هغه د پیسو انتقال دی، چې زموږ کار یې ټکنی کړی.»
د دې تر څنګ د بشري حقونو د چارو شنونکی عبدالقهار سروري هم وایې، هغه بندیزونه چې په مستقیم ډول د افغانانو ژوند ګواښي، باید له منځه لاړ شي.
«کومې ستونزې چې اسلامي امارت او نړیواله ټولنه په خپل منځ کې لري، هغه دې د خبرو او تعامل له مخې حل کړي، خو هغه بندیزونه چې د خلکو پر ژوند اغېز کوي، باید لرې شي. اوس مهال افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.»
نه یوازې افغان حکومت د دغو بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کوي، بلکې د روسیې، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو په ځلونه پر ملګرو ملتونو او امریکا غږ کړی چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې، کنګل شوې شتمني یې ازاده او له سرپرست حکومت سره له نږدې تعامل وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA