ads

کورونا بیا ډېره شوې

په دې وروستیو ورځو کې په خلکو کې ځان دردي او کسالت ډېر شوي چې د افغان جاپان روغتون مسوولین دا حالت د کورونا نښې بولي.

فضل هادي حمیدي
6 غویی 1402
کورونا بیا ډېره شوې

هغوی وایي، په وروستیو کې دغه روغتون ته د کورونا ډېر ناروغان مراجعه کوي.
د افغان جاپان روغتون مشر زلمي رښتین له کلید سره په خبرو کې وویل:
«د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کورونا پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، پخوا به چې ۴۰ تنو مراجعه کوله، دوه تنه به یې په کورونا اخته وو، خو اوس که ۳۰ تنه مراجعه کوي، ۱۵ یې په کورونا اخته وي.»
د افغان جاپان روغتون مشر په همدې حال کې ډاډ څرګندوي چې په یاد روغتون کې د کورونا ناروغانو د درملنې لپاره ټول امکانات شته دي.
په همدې حال کې د کابل ښار یو تن فارمسست حامد سلطاني هم د کورونا د مثبتو پېښو زیاتوالی تاییدوي او وایي:
«په دې ورځو کې ۹۰فیصده ناروغان چې موږ ته مراجعه کوي، د ناروغۍ نښې یې تر ډېره له کورونا سره ورته وي، بل دا چې د اختر په شپو ورځو کې خلکو ټولنیز واټن مراعات نه کړ چې همدا د خلکو ترمنځ د کورونا ویروس د انتقال سبب شوی دی.»
دا چې د کورونا د زیاتېدو عوامل څه دي؟ د انتاني روغتون یو تن داکټر فریدالله عمري یې په اړه وایي:
«د ټولنیز واټن نه مراعاتول، په ځانګړې توګه د اختر په ورځو کې د خلکو له خوا د کورونا واکسین نه کول او د حفظ الصحې نه مراعاتول د خلکو ترمنځ د کورونا د زیاتوالي عوامل دي.»
دغه ډاکټر وایي، د کورونا د مثبتو پېښو له زیاتوالي څخه د مخنیوي لپاره سربېره پردې چې ناروغ به د کورنۍ له نورو غړو سره له نږدې تماس څخه ډډه کوي، اړتیا ده چې خلکو ته د کورونا او د نښو نښانو په اړه یې عامه پوهاوی ورکړل شي.
یو تن ناروغ مسعود ملکزاده چې د ده په خبره، ډاکټرانو یې ناروغي کورونا تشخیص کړې، وایي:
«دوې ورځې وړاندې سخته تبه او د ستوني درد راته پیدا شول، کله چې ډاکټر ته لاړم، راته یې وویل چې د کورونا نښې او علایم لرې، هغه د صحي توصیې ترڅنګ درمل هم راکړل.»
په داسې حال کې د کورونا د زیاتوالي خبر ورکول کېږي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو شمېرو پربنسټ، شاوخوا ۱۲ میلیونه کسانو د کورونا واکسین کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA