ads

د ترافیکو مدیریت: که خلک بې اسناده موټر ثبت نه کړي ترې نیول کېږي

د خوست ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، که خلک خپل بې اسناده موټر ثبت نه کړي ترې نیول کېږي او خاوند به یې جریمه شي.

بصیر یاد
18 وری 1402
د ترافیکو مدیریت: که خلک بې اسناده موټر ثبت نه کړي ترې نیول کېږي

د خوست د ټرافیکو مدیریت مسوولین وايي، شاوخوا درې اونۍ کېږي چې، د موټرو د ثبت لړی راونه ده خو په دغه پروسه کې د خلکو ګډون پیکه دی.
د د دغه ولایت د ترافیکو مدیر خیالي خان وايي، خلک دې د درې میاشتو په جریان کې خپل بې اسناده موټر ثبت کړي، خو که چېرې له دې مودې وروسته د چا موټر ثبت نه وي ترې نیول کېږي او د موټر مالک هم جریمه کېږي:
«هغه اندازه موټر نه دي ثبت شوي چې، موږ یې اټکل کړی و، د خلکو ګډون په دې پروسه کې کمرنګه دی. که په دې پروسه کې یې په عاجله توګه شرکت ونه کړ، نو وروسته له دریو میاشتو هغه موټر نیول کېږي.»
په خوست کې د موټرو د ثبتلو شرکت مسوول محمد داود فرهنګ وايي، د خوست نفوس او ګڼې ګوڼې ته په کتو په کار ده چې، خلک بې اسناده موټر ثبت کړي او زیاتوي چې، که څوک خپل موټر ثبت نه کړي قانوني چلند ورسره کېږي:
«تر دریو اوونیو څه زیاتې ورځې کېږي چې خوست کې هم دغه لړۍ پیل شوې، ځينې خلک راغلي خپل موټرونه یې ثبت کړي دي، ولې د خوست موټرو ته په کتو سره باید دغه پورسه نوره ګړندۍ شي، خلک د ترافیکو مدیرت ته مراجعه وکړي فورم واخلي او خپل موټر ثبت کړي.»
بل پلو د خوست یو شمېر اوسیدونکي وايي، د موټرو د ثبت لپاره لوړ محصول ټاکل شوی چې، د دوی له وسې پورته خبره ده.
د دغه ولایت یو تن اوسیدونکی شریف وايي، د بې اسناده موټرو ثبتول د جنايي پېښو، د عامه نظم اخلال او د ترافیکي بې نظمیو د له منځه وړلو یوازنۍ لاره ده، خو په وینا یې چې، د خلکو خراب اقتصادي حالت ته په کتو دې، محصول کم شي:
«زه خپله له دې پروسې خوښ یم، اسناد به هر ډریور ته ورکړل شي، په راتلونکې کې هر چاته مشکل نه جوړیږي. خو ګوزاره دې ورسره وکړي خلک ډېر عاجز دي، څه ډول چې، د خلکو وس پرې رسیږي.»
د یادونې وړ ده چې، شاوخوا میاشت وړاندې د هېواد نورو ولایتونو ترڅنګ خوست کې هم د بې اسنادو موټرو د ثبت لړۍ پیل شوه، خو خلک شکایت کوي چې، د موټرو د ثبت لپاره ټاکل شوی محصول د دوی له توانه پورته دی او دې برخې ته د بیا کتنې غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA