د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له کابله د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده. د بیا کتنې دا راپور د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ولسمشر بایډن په مرسته چمتو کړی.
د اګست پر ۲۶ مه پر هوايي ډګر د غبرګو ځانمرګو بریدونو له کبله ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ امریکايي پوځيان وژل شوي وو.
امریکايي ځواکونو څو ورځې وروسته په کابل کې یو ډرون برید وکړ او ادعا یې وکړه، چې ځانمرګی بریدګر یې په نښه کړی، خو وروسته یې ومنله چې ۱۰ ملکي کسان یې وژلي دي.
خو پرون د بایډن د ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي د دې خونړیو پېښو او ګډوډیو پړه پر هغه هوکړه واچوله چې د ټرمپ حکومت یو کال مخکې له اسلامي امارت سره کړې وه. په راپور کې د ټرمپ حکومت لخوا په ”لوی لاس د کمزورۍ ” یادونه شوې ده.
امریکایانو او لوېدیځوالو متحدینو یې هغه وخت ویلي وو، چې د اګست میاشتې تر ۳۰ پورې یې له هوايي ډګر څخه ۱۲۴ زره کسان له کابله ایستلي دي.