ads

«که کار پیدا نه شي، کېدای شي بیا نشې ته مخ کړو»

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په دغه ولایت کې پر نشه یي توکو روږدي لسګونه کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شول.

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 کب 1401
«که کار پیدا نه شي، کېدای شي بیا نشې ته مخ کړو»

د معتادینو د درملنې ۱۷۰ بستریز روغتون مشر ډاکتر سمین ستانکزي کلید ته وویل، د دغه ولایت په نشه یې توکو د روږدو کسانو د درملنې له روغتون څخه ۱۵۰ تنه پر نشه یې توکو روږدي کسان له ۴۵ ورځو درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول.
ستانکزی زیاتوي:
«په نشه یي توکي روږدي کسان چې په تېر کمپاین کې راټول شوي وو او دلته یې ۴۵ ورځې درملنه شوې، نو له ډلې ۱۵۰ تنه نن تر درملنې وروسته له خپلو کورنیو سره یو ځای شول او د کومو ناروغانو درملنه چې دلته شوې، نو له ۷۰ تر ۸۰ فیصده ښه وي.»

پر نشه توکو یو شمېر روږدي کسان چې تازه یې درملنه شوې وايي، د دې لپاره چې بیاځلې پر نشه یي توکو اخته نه شي، باید د کار زمینه ورته برابره شي.
له نشو راګرځېدلي کسان دغه راز د کوکنارو کر کېلې، د نشه یي توکو د قاچاق او هم د یادو توکو د اصلي سرچینو په مخنیوي ټینګار کوي.
شېراغا او سیدولي د هغو کسانو له ډلي دي چې تازه یې درملنه شوې.
شیراغا زیاتوي:
«ما مخکې دوکانداري کوله، خو پر نشه‌یي توکو اخته شوم چې اوس مې درملنه شوې او کورنۍ ته ستنیږم، خو که موږ ته کار زمینه برابره نه شي، نو بیا به له بې روګارۍ نشه یي توکو ته مخه کړم.»
سیدولي زیاته کړه:
«زه څو اولادونه لرم او دلته مې چې درملنه شوې، ډېر خوشاله یم، چې د یو روغ انسان په توګه کورنۍ ته ځم، خو له حکومت څخه غوښتنه کوم چې موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي.»
شوکت یو بل ځوان دی چې د نشه یي توکي یې پرېښي او خپلې کورنۍ ته ورستون شوی دی.
هغه وایي، له وزګارۍ یې نشه يي توکو ته مخه کړې او څه موده یې له کورنۍ لېرې د جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې تېره کړې، خو اوس یې ۴۵ ورځې په درملنه کې تېرې کړې دي.
شوکت زیاتوي:
«زه د کورنۍ مشر یم او ۱۵ کاله کېږي چې په نشه یي توکو اخته شوی یم، اوس حکومت ته په کار ده چې د نشه یي توکو قاچاق کوونکي ونیسي او دغه راز ځوانان دې له بدو ملګرو سره له ګرځېدو ډډه وکړي.»
بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې پر نشه یي توکو د روږد وکسانو د درملنې په هدف هڅې ګړندۍ کړي دي.
د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، په پلان کې لري چې په نوي لمریز کال کې تر درملنې وروسته یادو کسانو ته د وړو کاروبارونو او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.
رحیمي زیاتوي:
«په روان کال کې عامې روغتیا ریاست په پلان کې لري چې په نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان په همکارۍ د حرفوي زده کړو په برخه کې زمینه برابره شي او دغه راز به یې د درملنې موده هم اوږده شي.»
نوموړی وایي، په تېر یوه کال کې یې د ننګرهار د معتادینو د درملنې په روغتون کې د ۱۹۷ مېرمنو او ۷۷۲ ماشومان په ګډون یې پر نشه یي توکو د روږدو ۲۱۰۰ کسانو درملنه کړې.
تازه له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې څه د پاسه درې میلیونه او ۵۰۰ زره تنه په نشه یي توکو روږدي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA