ads

په سړو سیمو کې د پوهنتونو زده کړې نن پیلېږي

د لوړو زده کړو وزارت تر دې وړاندې خبر ورکړی چې د کب میاشت پر ۱۵مه نېټه د ټولو هلکانو د پوهنتونونو زده کړې پیلېږي، خو د نجونو د زده کړو پیلېدو په تړاو یې جزیات نه دي ورکړي.

محمدخان بریال
15 کب 1401
په سړو سیمو کې د پوهنتونو زده کړې نن پیلېږي

تر دې وړاندې د پوهنتونونو د نجونو زده کړې تر امر ثاني پورې ځنډول شوې وې.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په وروستۍ مرکه کې ویلي چې اسلامي امارت لاهم د نجونو د زده کړو په اړه ژمنې نه دي عملي کړې.
ده زیاته کړې چې دوی هېڅ تمه نه لري چې راتلونکي ښوونیز کال کې به هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.
هغه ټینګار کړی چې امریکا او نړیواله ټولنه د افغان نجونو لپاره د زده کړو غوښتونکې ده.
ټام ویسټ په خپلو خبرو کې ویلي چې د زده کړو په برخه کې د اسلامي امارت د کړو ژمنو په اړه څېړنو ته اړتیا ده.
اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې دوی د نجونو د زده کړو او کار حقونو ته ژمن دي او هر کله چې طرحه چمتو شي، ټولو نجونو ته به د زده کړو اجازه ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA