د ښاروالۍ تخنیکي اوسکټوري چارو رییس انجینرعبیدالله شېرزاد ټینګارکوي چې د غرفو لرې کولو، لاسي کراچيو او په پلو لارو کې د توکو د پلورلو مخنیوي په موخه به یې کمپاین دوام ولري.
نوموړی زیاتوي، په یاده سیمه کې تر غرفو لاندې پر نشهيي توکو روږدو کسانو هم د ښار ښکلا ته زیان رسولی و او هم یې هغه غرفې لرې چې د جر پر سر د ښاروالۍ له ماسټرپلان سره په ټکر کې وې.
شېر زیاد زیاتوي:
«د چپرهار په زړه هډه کې د جر پر سر غرفې له ۱۵ یا شل کلونو وروسته لرې شوې او د همدې غرفو له کبله پر نشه یي توکو روږدو کسانو هم زیات شوي وو، دلته موږ غواړو یو پراخه سړک جوړ جوړ کړو او ښاري ماستر پلان به تطبیق کوو.»
نوموړی زیاتوي، د دغو غرفو له لرې کولو یې هدف په جلال اباد کې د ښاري نظم رامنځته کول دي.
له دې سره سم، د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي هم په دغه ډول د یادې سیمې له رغول کېدو هرکلی کوي او وايي، پخوا به له دې ځایه ورته تېرېدل ډېر سخت وو.
د جلال اباد ښار دوه اوسیدونکو ګل خان او سید نبي وویل:
ګل خان زیاتوي:
«اوس دا ځای ډیر ښکلی شو، مخکې به دلته په نشه یي توکو روږدي کسان ناست وو او تر دې مخکې به موږ پر نشه یي توکو د روږدو کسانو له ویرې پر دغه لاره تګ نشو کولای.»
سید نبي زیاتوي:
«په تېرو شلو کلونو کې دغه ځای ته هېچا پام نه و کړی او اوس چې دغه ځای پاک شو او جوړېږي، ټول خلک ورڅخه خوشاله دي او د ورته نورو کارونو غوښتنه هم کوو.»
خو یو شمیر غرفه لرونکي بیا د ښاروالۍ پر دې پرېکړې نيوکه کوي او غوښتنه کوي چې مسولین دې دوی ته د ښار په نور مناسبو ځایونو کې د کار زمینه برابره کړي.
سید حکیم زیاتوي:
«زموږ د چپرهار په زړه هډه کې د جر پر سر یوه غرفه او خپلې کورنۍ ته مو له همدې لارې نفقه برابروله، خو اوس دا غرفې ورانې شوې او شاوخوا زر کسان به بې روزګاره شوي وي او غوښتنه کوو چې موږ ته دې یو بل مناسب ځای کې د کار اجازه راکړي څو موږ خپل روزګار مخ ته یوسو.»
نادرشاه زیاتوي:
«موږ له ښاروالۍ غواړو چې باید موږ ته د کار زمینه برابره کړي، مخکې له موږ سره ښاروالۍ ژمنه کړې وه چې د همدې جر پر سر ورته تختونه لګوي خو اوس یې معلومات نه کېږي.»
خو د ښاروالۍ مسولین وایي، د ښاري نظم په موخه به یې دا ډول کمپاینونه دوام ولري او دغه راز وايي، چې د غرفه لرونکو لپاره به د ښار په مختلفو برخو کې مناسب ځاى وټاکل شي څو دا ستونزه هواره شي.