ads

په ننګرهار کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې

پر نورو ولایتونو سربېره، په ننګرهار کې هم د هوا په سړېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتې شوې دي.

جان اغا صالح
1 لیندۍ 1401
په ننګرهار کې موسمي ناروغۍ ډېرې شوې

د دغه ولایت د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر منصور ښاغلی وایې، هره ورځ ګڼ شمېر په تنفسي او نورو موسمي ناروغیو اخته ناروغان روغتون ته راوړل کېږي، چې زیاتره یې کم عمره ماشومان او ښځې دي.
نوموړی زیاتوي په تېرو دوو اوونیو کې لسګونه ناروغان روغتون هم ور وړل شوي، چې زیاتره یې په سینه بغل، ټوخي، زکام او نورو تنفیسي ناروغیو اخته وو.
ښاغلی زیاتوي:
«په ننګرهار کې هر کال د هوا په سړېدو سره موسمي ناروغۍ زیاتېږي، په تېرو دوو اونیو کې ګڼ شمېر ناروغان روغتون ته راوړل شوي او زیاتره دغه ناروغان ماشومان او ښځې دي چې زیاتره یې په سینه بغل، توخي او نورو تنفسي ناروغیو اخته دي.»
د حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې ډاکتر غازي ګل وایي، د ژمي په پیلیدو سره په دغه ولایت کې سینه بغل، زکام، ټوخی او د ماشومانو تنفسي هغه ناروغۍ دي چې د هوا په سړېدو سره د ننګرهار په مرکز او ولسواليو کې زیاتېږي.
د نوموړي په وینا، د تېر کال په پرتله یادې ناروغۍ څو چنده ډېرې شوې، چې لاملونه یې کډوالي، فقر بې وزلي، سړه هوا او په ځینو سیمو کې روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دی.
ډاکتر غازي ګل زیاته کړه:
«د ننګرهار په حوزوي روغتون کې هره ورځ لسګونه ماشومانو چې د هوا په سړېدو سره په موسمي ناروغیو اخته شوي، درملنه کېږي او زیاتره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دي، نو که خلک روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي، د موسمي ناروغیو اوسني شمېر ته په کتو به د ناروغانو شمېر د تېر کال په پرتله زیات شي او لامل یې روغتیایي لارښوونو نه عملي کول دي.»
ښځینه روغتیاپاله ډاکتر نیلوفر وایي، که کورنیو د موسمي ناروغیو د مخنیوي په هدف روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي او په سړه هوا کې خپل ماشومان ګرم ونه ساتي، نو تنفسي او نورې موسمي ناروغۍ به یې ژوند وګواښي.
ډاکتر نیلوفر وویل:
«د هوا په سړیدو سره معمولآ تنفسي او نورې موسمي ناروغۍ زیاتیږي، نو کورنیو او خاص ډول میندو ته په کار ده چې خپل ماشومان په سړه هوا کې بهر پرې نه ږدي او همدارنګه دې دوی ته نرم خواړه وکړي او ترڅنګ یې کله چې هوا سړه وي، نو پر ماشومانو سربېره د لویانو د نارغۍ وېره هم ډېره وي چې دوی به هم په تنفسي او نورو موسمي ناروغیو اخته شي.»
په همدې حال کې روغتون ته پر موسمي ناروغیو د اخته ناروغانو پیوازان سید انور او ګل احمد له نورو کورنیو د روغتیایي لارښوونو د عملي کیدو غوښتنه کوي.
« د ژمي په موسم کې کورنیو ته په کار ده چې خپل ماشومان ګرم وساتي او همدارنګه له ناپاکه خوړو څخه ځان وساتي او د ډاکترانو لارښوونې دې عملي کړي.»
د ننګرهار د روغتيايي چارواکي وایي، د یادو ناروغیو د مخنیوی په هدف يي په ښار او ولسوالیو کې ځينې پروګرامونه په لاره اچولي ترڅو د موسمي ناروغیو مخه ونیول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA