ads

له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل په کومه کچه دی؟

په افغانستان کې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له یو کال ډېر وخت تېریږي، خو تر اوسه د کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

تاج ولي غورځنګ
29 لړم 1401
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل په کومه کچه دی؟

پراخ‌بنسټه حکومت جوړول، ښځو ته د کار او زده کړو حق ورکول، ځینې هغه شرطونه دي چې نړېوال یې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره یادوي، خو د اسلامي امارت چارواکي وایي، له ټولې نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت چارواکو څو ځلې له نړېوالو غوښتنه کړې چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني او مثبت تعامل ورسره وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي:«اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره د مثبتو اړیکو غوښتنه کوي او مثبتې اړیکې پالي.»
د ځینو په ګومان که د اسلامي امارت حکومت او نړيوالو ترمنځ اړیکې ښې نه شي نو افغانستان به لا له ننګونو سره مخامخ شي.
د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان اسلامي امارت او نړۍ اړیکې لا هم له خنډونو ډکې بولي او زیاتوي، اوسنی سرپرست حکومت په داسې پړاو کې دی چې له امله یې نه شي کولای وړاندې او وروسته ګام پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی امین‌الله احساس وایي، د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ لا هم په نظریاتو او ارزښتونو کې لوی خنډونه شته. د احساس په خبره، دغه خنډونه ددې سبب شوي چې دواړو خواو ترمنځ په اړیکو کې د پرمختګ مخه ونیسي.
«د نړۍ او اسلامي امارت ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه باید ووایم چې نړۍ په لیبراله ډیموکراسي باندې باور لري او خپلې ټولې اړیکې له همدې لارې مخته وړي، خو اسلامي امارت بیا خپل ارزښتونه لري او په لیبرالې ډیموکراسۍ باور نه لري. زه فکر کوم ترڅو چې نړۍ او یا هم اسلامي امارت له خپلو ځینو ارزښتونو تېر نه شي، د دوی ترمنځ اړیکې نه جوړیږي، که داسې ونه شول، نو ښایي اړیکې جوړې نه شي.»
د سیاسي چارو شنونکی او د حق او عدالت ګوند مشر ډاکټر معین ګل څمکنی بیا افغانستان اوس‌مهال د نړۍ د دوو لوی قطبونو ترمنځ ولاړ بولي او زیاتوي، اسلامي امارت نه شي کولای چې ددغه دوو لویو قطبونو له امله وړاندې او وروسته ګام پورته کړي.
«اوس مهال اسلامي امارت له ډېر حساس پړاوه تېریږي چې له امله یې افغانستان په دوو قطبونو کې ولاړ دی، که اسلامي امارت امریکا ته نږدې کیږي، نو په سیمه کې له ستونزو سره مخ کیږي، ممکن دغه هېوادونه ځینې ګامونه پورته کړي، لکه پوځي، سیاسي او یا هم اقتصادي برخو کې، خو که د سیمې هېوادونو ته ځان نږدې کوي، بیا د امریکا له لورې سختو بندیزونه سره مخ کیږي، بدبختانه چې موږ په یو داسې حالت کې یوو چې په کوردننه هم واحد نظر او دریځ نه لرو.»
اسلامي امارت وايي سرپرست حکومت یې له تېر یو کال را په دې خوا یو لړ لاسته راوړنې درلودلې دي او د حکومت پر وړاندې شته ننګونې به هم د وخت له تېرېدو سره له مینځه لاړې شي. خو دا هم د یادونې ده چې په تېر یو کال کې د اسلامي امارت د حکومت له راتګ سره د افغانستان اقتصاد په کمساري ډول مخ په ځوړ دی چې ورسره د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې، هغه هم په داسې حال کې چې لکه پخوا بهرنۍ مرستې اوس نه کېږي، پانګوال افغانستان کې پانګونې ته زړه نا زړه دي او پرمختیايي پروژې د پخوا پرتله کمې شوې دي. د ځینو په ګومان که د د اسلامي امارت او نړيوالو ترمنځ د اړیکو سوړ کنګل مات نه شي نو افغانستان به لا له ننګونو سره مخامخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA