ads

په ارزګان کې د یوې خټګرې ښځې د زړه حال

په ارزګان کې یو شمېر ښځې د ورځې له خوا د خلکو کورونه جوړوي او په همدغو پیسو د کورنۍ او ورپاتې ماشومانو ساتنه کوي.

احسان الله ولسمل
9 لړم 1401
په ارزګان کې د یوې خټګرې ښځې د زړه حال

په مرکز ترینکوټ کې د صدیقې په نوم یوه مېرمن له ډېرو کلونو راهیسې خټګري کوي او په پیسو یې د نهو یتیمو ماشومانو ساتنه کوي.
کېدای شي ډېری نارینه هم دومره سخت کار ته زړه ښه نه کړي، خو یاده مېرمن وایي، د اولادونو ساتنې دې ته اړه کړې چې د دومره سخت او درانه کار ترسره کولو ته مخه کړي.
دا مېرمن وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د خلکو کورونه جوړوي او خټګري کوي.
د صديقې په خبره، که کوم وخت د خټو کاروبار پیدا نه شي، بیا په کلیو او بانډو کې د خلکو د کورونو نورې چارې ترسره کوي.
هغې د دومره سختیو د ګاللو تر څنګ خپلو ماشومانو ته د زده کړو زمینه هم برابره کړې ده.
«د نورو خلکو خټین کورونه جوړوم، په همدغو پیسو د کورنۍ ساتنه کوم. که څه هم سخت کار دی، خو اړه یم چې دا سختي پر ځان وګالم. دولت باید له موږ سره مرسته وکړي.»
سونډ(د يوې ښځه چې د مرکې پروخت وايي چې د پخوا په څير کار بار نسته»
دا غږ د ګل نازې په نوم د یوې بلې ښځې دی، چې اوسمهال د خپلې ټولې کورنۍ ساتنه ور په‌غاړه ده.
هغه وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې لاسي صنايعې لکه غاړې او نور ښځينه کالي جوړوي، بیا یې په ښار کې پلوري او په همدغو پیسو د کورنۍ پالنه او ساتنه کوي.
هغې کليد راډيو ته وويل:
«ان تر ۱۰زره پورې په قیمت موږ غاړې جوړوو، خو دلته ګټه نه کوي، هټیوال یې له موږ په ټیټه بیه ر انیسي. له همدې لارې یوه ګوله ډوډۍ پیدا کوو.»
په ورته وخت کې دارزګان ولايت چارواکي وايي د هغوي ميرمنو ملاتړ کوي چې د خپلې کورنۍ د پاره يوه ګوله حلاله روزې په لاس راوړي.
د اطلاعات او فرهنګ ريس قاري اغاولي قريشي هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې دغه ډول ميرمنو ته دکار زمينه برابره کړي.
هغه وايي:«بلي ددغه ډول ميرمنو موږ ملاتړ کوو چې د خپلې کورنۍ د پاره يوه ګوله حلاله روزې په لاس راوړي موږ به د دوی د کار د ودي په هدف نور هم د کار زمينه ورته برابره کړو خو له دوی څخه هيله کوو چې د اسلامي شعريعت په چوکاټ کې خپل کارونو ته دوام ورکړي.»
په ورته مهال د چارو پوهان هم د مېرمنو دغه اقدام د ستايني وړ ګڼي او زياتوي چې له دغو مېرمنو سره د کار په وده کې باید مرسته وشي.
په ارزګان کې قومي مشر حاجي شفيع الله رحيمي وايي، که نړيوال له افغانانو سره د بشري مرستو پرځای د کاري فرصتونو په پیداکولو کې مرسته وکړي، افغانان به له لوږې، فقر او بېوزلۍ څخه وژغورل شي.
هغه کليد راډيو ته وويل:
«دايې ډېر ښه اقدام کړی، په کوم کار کې چې دوی همت لري، په هغه برخه کې کار کوي. موږ له نړیوالو څخه غواړو چې د داسې مېرمنو ملاتړ وکړي او د بشري مرستو پر ځای ورته د کار زمینه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېرو جګړو ډېری افغانې کورنۍ بې سرپرسته کړې او د کورنیو سرپرستان یې په جګړو کې ووژل شول، چې اوس یادې کورنۍ د حکومت د لاسنیوي او مرستې غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA