د خوست ورزشي امریت امر عطاالله شاه کډوال کلید راډیو ته وویل چې دغه پای لوبې ته د ګربزو منتخبې لوبډلې او د اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ بریال لوبډلې لار موندلې وه چې بریال لوبډلې پای لوبه د ځان په ګټه تمامه کړه.
نوموړي زیاته کړه چې یادې لوبې د عبدالي پوهنتون په مالي لګښت ترسره شوې:
په ورته وخت کې د خوست په علیشېرو او تېریزو ولسوالۍ کې هم د کرکټ (TPL) تر نامه لاندې سیالۍ چې شپږو لوبډلو ګډون پکې کړی و، د اتحاد لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې ځوانانو د ورزش بېلابېلو لوبو ته مخه کړې چې څو ورځې وړاندې د والیبال سیالۍ هم ترسره شوې.