ads

په ارزګان کې بې سنده معاینه‌خونې او روغتونونه

د ارزګان اوسېدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې اوس هم داسې روغتونونه او معاینه‌خونې شته چې مسوولین یې سندونه او خپله معاینه‌خونې د کار جوازونه نه لري.

احسان الله ولسمل
20 زمری 1401
په ارزګان کې بې سنده معاینه‌خونې او روغتونونه

په مرکز ترینکوټ کې د «امینې» په نوم یو مېرمن وایي، څو ورځې وړاندې یې یوه ناروغه لور له دې امله مړه شوه چې ډاکتر پېچکاري یا ستنه سمه نه وه لګولې.
هغه وايي، په ترينکوټ ښار کې خپلسري او غير مسلکې روغتيايي کارکوونکي زيات شوي او ډېری وخت د درملنې پر ځای د ناروغانو د مړینه لامل کېږي.
دغې مېرمنې کلید ته وویل: «ناروغي یې دومره جدي نه وه، خو کله یې چې ستن ورته ولګوه، ناروغه مړه شوه.»
عبدالحکیم بل هغه ناروغ دی چې د ډاکتر د ناسمې پېچکارۍ لګولو له امله پر تلپاتې ناروغۍ اخته شوی دی.
نوموړي کلید ته په دې اړه داسې وویل:
«د همدغو ډاکترانو د ناسمې پېچکارۍ لګولو له امله ناروغ شوم، بیا پاکستان ته ولاړم، خو تر اوسه نه یم جوړ شوی.»
د ارزګان اوسېدونکي هم له اړوندو مسوولینو دې برخې ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
قومي مشر ملک محمدزی خيري يې په اړه اويي:
«دخلکو زامن وژني، داسې کسان هم شته چې مخکې یې دهقاني کوله، خو اوس یې درملتون پرانیستی. مسوولین یې باید مخه ونیسي.»
د ارزګان روغتیایي مسوولین هم په دغه ولایت کې خپلسري درملتونونه او د ډاکترانو شتون مني.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس محمدالله روحاني کلید ته وویل، هغه روغتونونه به وتړي چې رسمي سندونه او د کار جواز ونه لري.
«وړاندې مو دغو روغتونونو ته خبر ورکړی، که جواز ونه لري، روغتون یې تړل کېږي.»
په تېر حکومت کې هم په دې اړه اقدام شوی و، خو څنګه چې لازمه وه، د مخنیوي لپاره یې هغسې هڅې ونه شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA