د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهار شنبې په شپه ناوخته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې امیرخان متقي په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د چین له مرستو مننه کړې او له چینايي لوري یې غوښتي چې دغه هېواد ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې یوشیایونګ ویلي، چین د افغانستان له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو پر رغېدو کار کوي.
نوموړي زیاته کړې چې چین په پام کې لري، پر جنغوزیو سربېره، د افغانستان نورې وچې او تازه مېوې چین ته ولېږدول شي او له دې لارې د افغانستان له ملي اقتصاد سره مرسته وشي.
د یادونې وړ ده چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تېره ورځ د اسلامي امارت د دفاع وزارت له سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره هم کتلي وو.