ads

په ختیځ کې لسګونه ناقانونه وسلې نیول شوې

په ختیځ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له لوري د ننګرهار، کونړ او لغمان په یو شمېر سیمو کې د ناقانونه وسلو د راټولولو لپاره چاڼیز عملیات شوي چې په پایله کې یې ۶۵ میله بېلابېلې وسلې نیول شوې دي.

کامران احمدزی
18 زمری 1401
په ختیځ کې لسګونه ناقانونه وسلې نیول شوې

له خالد بن ولید قول اردو څخه پرون ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو وسلو په تړاو شپږ تنه نیول شوي دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې دوه شپني دور بینونه، یو هایلکس موټر او ګڼ شمېر نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په ډېره اندازه وسلې او مهمات چې په شخصي بڼه د خلکو له خوا ساتل کېدل، د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA