دغې ادارې په یو خپاره کړي راپور کې اندېښنه ښودلې چې ښايي تر نومبر میاشتې اته سلنه اړمونو کورنیو ته بیړنۍ مرستې ورسېږي.
د سیګار په خبره، یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او نورو ادارو ته په کافي اندازه مرستې نه دي ورکړل شوې، نو ځکه نه شي کولای چې په افغانستان کې له ډېرو خلکو سره مرسته وکړي.
یاده اداره په داسې حال کې دا اندېښنه ښيي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې هم ویلي چې په افغانستان کې شل فیصده اقتصادي ځوړتیا رامنځته شوې او دغه راز ۷۰۰ زره خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
که څه هم نړیوالې ادارې په افغانستان کې پر اقتصادي حالت اندېښنه څرګندوي، خو د افغانستان اقتصاد وزارت چارواکو دولت ته د حساب ورکوونکې په خبري کنفرانس کې وویل چې د تېر کال په پرتله اقتصادي حالت ښه شوی دی.
د دغه وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي چې د اقتصادي حالت ښه کېدو یوه بېلګه د افغانیو د ارزښت ثابت پاتې کېدل دي.
اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې په هېواد کې د سترو پروژو په پیل کېدو سره به اقتصادي حالت نور هم ښه شي.