ads

په هلمند کې د سوال ګرو شمېر زیات شوی

هلمند چې د افغانستان په جنوب کې پروت دی، په دې وروستیو کې یې خلک بېکارۍ دې ته اړ کړي چې سوال کولو ته مخه کړي. په دوی کې ډېری بې سرپرسته کورنۍ هم شاملې دي.

حضرت محمد روحاني
10 زمری 1401
په هلمند کې د سوال ګرو شمېر زیات شوی

په لښکرګاه کې یوه مېرمن چې اووه یتیمان ورپاتې دي، کلید راډیو ته وویل چې د اولادونو په پالنه او روزنه کې یوازې ده او د کورنۍ نارینه سرپرست نه لري.
دا زیاتوي چې له سهاره بیا تر ماښامه د سړک پر سر ناسته وي، خو په ټوله ورځ کې یوازې د سلو افغانیو په ټولولو توانېږي.
«د کورنۍ نارینه سرپرست مو نشته، اولادونه مې خپله ساتم، ټوله ورځ دلته سوال کوم.»
په لښکرګاه کې ډېری خلک د سړک پر سر ناست دي، بېکاره دي او د کار پیدا کېدو په لټه کې دي.
دوی وای، که دنده ورته پیدا شي کوي یې، خو که دنده پیدا نه شي، اړ دي چې د خپلو اولادونو ساتنې لپاره سوال وکړي.
نظر علي او عبدالله کلید ته وویل:
«موږ ټوله ورځ دلته بېکاره ناست یو، کار نشته، حکومت مو باید غم وخوري او کار راته پیدا کړي.»
فیصل «کشاني» چې په هلمند کې د اقتصاد پوهنځي استاد دی، ده پر حکومت غږ وکړ چې د کرنیز سکټور له لارې دې خلکو ته کاري زمینه برابره کړي، ځکه په وینایي، هلمند کرنیز ولایت دی.
«د کرنې سکټور له لارې حکومت کولی شي زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او د محصولاتو پر مټ یې دغه ولایت او نورې سیمې غني کړي.»
د هلمند د کار او ټولنیزو چارو رییس انجینر حبیب الله دین دوست کلید ته وویل چې د لوږې او بېکارۍ مخنیوي لپاره ولایت او موسسو ته طرحه وړاندې شوې چې پر اساس به یې ډېری هغه کسان راټول شي چې اوسمهال په ښار کې سوال کوي.
«د بې سرپرست کورنیو لپاره او د بې روزګاره ځوانانو د کار لپاره موږ طرحه په پلان کې لرو، ولایت ته مو سپارلې، له موسسو سره مو هم شریکه کړې ده. یتیم ماشومان به په روزنتون کې ځای پر ځای کړو.»
په افغانستان کې تر سیاسي تحول وروسته نه یوازې په هلمند، بلکې په ډېری ولایتونو کې د فقر او بېوزلۍ کچه خورا لوړه شوې ده.
هېوادوال د کاري زمینې پیدا کېدو په برخه کې له دولت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA