د دغه پروګرام د پلې کوونکې ادارې ولایتي مسوول بلال محسن زاده وویل، په شپږ میاشتیني پروګرام کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، مبایل، موټرسایکل، اچار او کلچه جوړونې برخې موجودې وې:
«د ښځینه په برخه کې خیاطي، ګلدوزي اچار او کلچې او د نارینه په برخه کې نجاري، ګلدوزي، موټر سایکل او موبایل جوړونې برخې شاملې دي.»
په ورته وخت کې فارغ شوي کسان وایي، اوس کولای شي چې د کورنۍ لپاره تر یوې اندازې عایدات ترلاسه کړي، خو په ورته وخت کې له مسولینو غواړي چې د داخلي تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي.
روقیه او اشرف الله وايي، په یادو زده کړو سره یې په ژوند کې تغیرات راغلي او په وینا یې، دا ډول پروژې ډېرې ګټورې تمامیدای شي:
«زما په ژوند کې ډېر بدلونونه راغلي، زه اوس کولی شم چې خپلې اړتیاوې او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم او خپلې ټولنې ته خدمت وکړم.»
«زه خپله د دې پروژې برخه وال وم، دغه ډول پروژې په خوست کې ډېرې ګټورې دي، دا ډول پروژې او پروګرامونه دې نور هم ډېر شي.»
په همدې حال کې د اقتصاد ریاست چارواکي وايي، د خیریه موسساتو د جذبونې تر څنګ هڅه کوي چې د کورنیو لاسي صنایعو او تولیداتو په برخه کې بازار موندنه ورته وکړي.
د خوست د اقتصاد رییس شهزاده پیر وایي، د کورنیو تولیداتو د ښه والي په هدف یې کار روان کړی، ترڅو داخلي تولیداتو په بازار کې اولیت ورکړل شوي:
«موږ د مارکېټېنک برخه کې د دې لپاره ډېر جدي اقدامات کړي، یو شمېر کسان مو ټاکلي ترڅو په خوست بازار کې د خپلو داخلي تولیداتو لپاره مارکېټېنګ وکړي.»
په دې وروستیو کې په هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره شوې او د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي، چې که موسسات په حرفوي او فني زده کړو کې پروژې عملي کړي، نو د بې کارۍ کچه راټیټولی شي.