ads

هغه زلزله ځپلي چې لا یې هم لاسنیوی نه دی شوی

د خوست تڼيو ولسوالۍ چې د سپېرې ولسوالۍ سره هم سرحده ده، اوسېدونکي یي وایي چې ګڼ شمېر کلي او کورونه یې د زلزلې له کبله ویجاړ شوي دي.

بختاجان بختیار
14 چنګاښ 1401
هغه زلزله ځپلي چې لا یې هم لاسنیوی نه دی شوی

د دې ولسوالۍ اړوند ورژله، کوچان، سپیرکي، بنده خېل، نریزې او یو شمېر نورې هغه سیمې دي چې زلزلې ورته زیان اړولی، خو د اړتیا وړ لاسنیوی یې نه دی شوی.
د دې ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي وايي، د زلزلې له کبله یې کورونه نړیدلې، خو مرسته کوونکو بنسټونو تراوسه یادې سیمې ته پام نه دی کړی او ټول تمرکز یې پر ګیان، برمل او سپېره دی:
زاهېدالله:
«زموږ په سیمه کې زلزله ځپلو سره مرسته نه ده شوې، زموږ په سیمه کې ډېر کورونه نړیدلي دي، ورژله، کوچان، بنده خېل او نریزې دا هغه سیمې دي چې زلزلې ځپلي دي.»
حقیار:
«زموږ له سیمې سره هغه ډول کومک نه دی شوی لکه له نورو سیمو او ولسوالیو سره، همدغه زلزله زموږ پر سیمه هم شوې ده خو چا مرسته نه ده راسره کړې.»
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کورونه یې د اوسېدو وړ نه دي، ماشومان او مېرمنې يې په خېمو کې ژوند کوي او زیاتوي چې مرسته کوونکي باید دې سیمې ته هم پام وکړي.
قومي مشر مینګوړ کلید ته وویل، چې د خلکو کورونه ویجاړ شوي، خو مرسته کوونکي ټیمونه ددوی له سیمې تېرېږي او توجه ورته نه کېږي.
«کورونه ټول په نیمه توګه ړنګ شوي دي مرستې ګیان، سپیرې او نورو سیمو ته وړل کېږي او موږ په دې منځ کې پاتې یو، ماشومان او مېرمنې د باندې ترپلو کې اوسیږي او خیمې نشته.»
په ورته وخت کې د خوست د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو ریاست یو کارمند نورمحمد ارین وايي، د خوست اړوند ډېرې سیمې زلزلې ځپلې او دا مني چې ترواسه زیات پام د سپېرې افغان دوبۍ ته شوی دی، خو نوموړي له نړیوالو بشري مرسته کوونکو هیله وکړه چې د تڼیو ولسوالۍ دې هم له پامه نه غورځوي:
«هغه توجو چې افغان دوبی سیمې ته شوې ده، دومره توجو دلته نه دې شوې، خو عین وخت کې موږ هیله کوو، چې دغه نورې سیمې چې له کومک پاتې دي، د دغو سیمو سروې وکړي او مرستې هم ورته توزیع کړي.»
د یادولو ده چې وروستۍ زورورې زلزلې د خوست او پکتیکا په زیانمنو سیمو کې نه یوازې د ګڼ شمېر خلکو ژوند اخیستی، بلکې هلته یې زرګونه کورونه هم نړولي دي.
زیانمن او د سیمې نور اوسیدونکي له نړیوالو او داخلي مرستندویه بنسټونو او خلکو غواړي، چې څومره زر کېږي، دې سیمو ته دې د مرستو لاس ور اوږد کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA