افغانستان بانک دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
یاد بانک لیکلي، د نړیوالې ټولنې لخوا د بانکي سکټور له لارې د مرستو تر سره کول کولای شي چې د مرستو د وېش په برخه کې روڼتیا رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو پر دوام تر اوسه ۹۲۰میلیونه امریکایي ډالر هېواد ته راوړل شوي دي.