ads

په ننګرهار کې د رسنیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سیمه ییزو رسنیو ترمنځ د کرکټ ۱۲ اوره سیالۍ پیل شوې.

جان اغا صالح
6 چنګاښ 1401
په ننګرهار کې د رسنیو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شوې

د رسنیو ترمنځ د کرکټ دا سیالۍ هلته د ۱۳ فعاله رسنیو ترمنځ پيل شوې، چې پکې د ننګرهار کلید راډیو لوبډله هم شامله ده.
د دغه ولایت د سیمه ییزو رسنیو د ټولنې مسوول شفیق الله رحماني کلید ته وویل، د کرکټ دغه سیالۍ د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ اړوند لوبغالي کې پیل شوې او ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
نوموړی وایي، د دغو سیالیو هدف د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کول دي.
رحماني زیاته کړه:
«ننګرهار کې د غږیزو رسنیو اتحادې له لوري د کرکټ ۱۲ اوره سیالۍ پیل شوې، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي او په دغو سیالیو کې ۱۳ فعاله رسنۍ ګډون لري. هدف له یادو سیالیو څخه د رسنیو ترمنځ همغږي رامنځته کول او د رسنیو کارکوونکو ته تفریح برابرول دي.»
د سیمه ییزو رسنیو کارکوونکي خوښ دي چې ورته د رسنیز فعالیت ترڅنګ د ورزش زمینه هم برابريږي.
په دغو لوبوکې لوبېدونکي د رسنیو کارکوونکي وایي ورزش د ژوند اړتیا ده او دا به دوی ته د ستړیا وو ترڅنګ یوه ښه دمه وي.
«موږ ډېر خوشاله یو چې پر رسنیز فعالیت سربېره د ورزش په برخه کې هم زمینه برابرېږی او دا ډول سیالۍ نه یوازې چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره تفریح ده؛بلکې له دې لارې د رسنیو د کار کوونکو ترمنځ اړیکې لا قوي کیږي او دوی هڅیږي چې دا همکاري لار جاري وساتي.»ننګرهار د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو دی، چې د کرکټ استعدادونه او مینه وال په کې تر نورو سیمو زیات دي.
د یادنې وړ ده چې داسلامي امارت په راتګ سره په ننګرهار کې د ورزش ډګر ته پام زیات شوی او هره ورځ په بیلابیلو برخو کې سیالۍ ترسره کیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA