ads

له زلزله ځپلو سره په مرستو کې پر شفافیت ټینګار

که څه هم په هېواد کې له زلزله ځپلو سره پر کور دننه او بهر د مرستو بهیر دوام لري، خو تر اوسه یوازې له پاکستان قطر او ایران څخه بشري مرستې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي دي.

اسلام الدین احمدي
2 چنګاښ 1401
له زلزله ځپلو سره په مرستو کې پر شفافیت ټینګار

په ورته مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هېواد ته د مرستو یوه لویه کڅوړه راتلونکې ده.
په داسې حال کې چې خلک د مرستو په نسبت خوښي څرګندوي، خو د هغه د عادلانه وېش په اړه اندېښنې لري او وايي، هر کله چې اړمنو خلکو لپاره مرستې راځي، نو د وېش په برخه کې يې ستونزې ډېرې وي او حق حقدار ته نه ورکول کېږي.
د بغلان یو تن اوسېدونکی دولت خان وايي، زیاتره وخت د مرستو د وېش په برخو کې فساد کېږي.
نوموړي زیاته کړه کومې مرستې چې اوس زلزله ځپلو لپاره راټولې شوې دي، اسلامي امارت ته په کار ده چې په شفافه توګه يې پر اړمنو خلکو ووېشي.
«کومې مرستې چې تر اوسه په کور دننه راټولې شوې او له بهر څخه هېواد ته راغلي دي باید پر هغو خلکو ووېشل شي چې د کورنۍ غړي يې شهیدان شوي او کورونه يې ویجاړ شوي دي.»
‌د خلکو د دغو څرګندونو په تړاو د اسلامي مارت مرستیال ویاند بلال کریمي کلید ته وویل، تر دې دمه کومې لومړنۍ مرستې چې شوې، په ښه ډول تر اړمنو خلکو رسېدلې او کومه ستونزه په کې رامنځته شوې نه ده.
خلک دا اندېښنه هم لري چې د مرستو ټولولو په نوم یو شمېر جعلي بانکي اکونټونه په ټولنیزو شبکو کې ورکړل شوي دي.
خو ښاغلی کریمي وايي چې د مرستو راټولولو لپاره اسلامي امارت خپل رسمي ادرسونه لري او اجازه نه ورکوي چي جعلي ادرسونو ته مرستې ټولې شي.
«کومې مرستې چې له بهرنیو هېوادونو څخه هېواد ته راځي، اسلامي امارت دې ته لومړیتوب ورکوي چې دغه مرستې د مسوولو مراجعو له لارې تنظیم او بیا پر مستحقو خلکو ووېشل شي. د اسلامي امارت مسوولین جدي هڅه کوي چې په دې برخه کې شفافیت موجود وي.»
د اقتصادي چارو شنونکی احسان الله احسان وايي، لومړی مهمه ده چې په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستي وشي، دا مرستي که په کور دننه وي او یا بهر باید په بېړنۍ ډول د وېش زمینه ورته برابره شي.
نوموړي زیاته کړه په داسې یو ناوریني حالت کې چې څومره مرستي راځي، باید په عادلانه توګه پر زیانمن شوو خلکو ووېشل شي.
«د مرستو د وېش تر ټولو ښه میکانیزم به دا وي چې د زیانمن شوو سیمو له خلکو څخه یو منظم لیست ترتیب شي او له مرستندویه بنسټونو سره شریکې شي او تر هغې وروسته له حکومت سره په همغږي مرستې پر اړمنو خلکو ووېشل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې په اقتصاد وزارت کې هم له زلزله ځپلو سره د پنجشنبې په ورځ د مرستو لپاره بېړنۍ ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو انجو ګانو او موسسو د نغدي او خوراکي مرستو ژمنې وکړې، چې په یادو مرستو کې به نغدې پیسې، روغتیايي توکي، جامي او خوراکي توکي شامل وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA