ads

ملا عبدالغني برادر بېرته کابل ته راستون شو

د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر  کابل ته راورسېد.

Sehat samsor
31 غویی 1401
ملا عبدالغني برادر بېرته کابل ته راستون شو

د ریاست الوزرا له لومړي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د اسلامي امارت د رئیس الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی متحده عربي اماراتو ته له پنځه ورځني سفر وروسته نن ماسپښین مهال بېرته کابل ته راستون شو.

ملا برادر د اماراتو د پخواني رئیس شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د مړینې د غمشریکۍ لپاره دغه هېواد ته تللی وو.

برادر اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان سوداګرو سره هم کتلي و او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

برادر زیاته کړې وه، چې اسلامي امارت په داسې حال کې په  کابل واکمن شو، چې تېر حکومت ټول بانکونه او د عامو خلکو شتمنۍ لوټ کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA