ads

د کانونو او پټرولیمو وزارت عواید ډېر شوي

د افغانستان د کانونو او پټرولیمو وزارت په تېرو نهو میاشتو کې د عوایدو ډېرېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
26 غویی 1401
د کانونو او پټرولیمو وزارت عواید ډېر شوي

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز له پټرولیمو وزارت څخه په نقل سره ویلي چې د اسلامي امارت تر راتګ وروسته دغه وزارت نږدې لس میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو لسو ورځو کې دې ادارې ۸۰۰میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي.
په ورته مهال د یاد وزارت چارواکو ویلي چې عواید یې مخ په ډېرېدو دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کانونو او پټرولیمو وزارت ډېری کانونه داوطلبۍ ته سپارلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA